اطلاعات روز: د خوست ولايت مرکز متون چې د هيواد له ګڼ نفوسه ښارونو شمېرل کيږي، په دې وروستيو کې يې ښاريان د کوڅه ډبه او ليونيو سپيو له ډېرېدو شکايت کوي او وايي، دې ستونزې يې ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
د دې ولايت د ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولين بيا د دغې ستونزې د حل لپاره وخت ناوخت د کوڅه ډبه سپيو د له منځه وړلو په موخه د اقداماتو ترسره کېدو ډاډ ورکوي.
د خوست ښاريان وايي، په دې وروستيو کې د ښار په مختلفو ساحو کې د کوڅه ډبه او ليونيو سپيو له امله ګڼ کسان ډاړل شوي او په ورځني ډول دوه يا درې پېښې رامنځته کيږي.
دوی غوښتنه کوي چې ښاروالۍ رياست دې د ليونیو او کوڅه ډبه سيپو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.
د دې ولایت یو اوسېدونکي خان زمان چې په متون ښار کې د خوراکي توکو هټۍ لري له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې نوموړی سهار وختي د هټۍ پرانیستلو لپاره ښار ته ځي، خو په دې وروستیو کې د کوڅه ډبه سپیو له زیاتېدو او وېرې له امله نه شي کولی چې د پخوا په څېر وختي خپل کار پسې ولاړ شي.
هغه زیاتوي چې د ښار په واټونو او لارو، کوڅو کې ډلې ډلې سپي ګرځي او څوک نه شي کولی وختي د خپلو اړتیاوو پوره کېدو لپاره تګ راتګ وکړي.
زمان وویل: «زه په خوست متون بازار کې د خوراکي موادو دوکان لرم، معمولا دوکانداران د خپلو دوکانونو د خلاصون لپاره وختي ځي، خو زمونږ متون کې لیوني سپي دومره ډېر شوي چې اوس زه خپله وختي د دوکان خلاصېدو لپاره له کوره نه شم تللی، ځکه کوڅو کې ډلې ډلې سپي وي، څو پېښې وشوې چې خلک یې وداړل.»
په همدې حال کې بیا د متون ښار اړوند ازادۍ مینې سیمې اوسېدونکی حاجي رشید هم د کوڅه ډبه سپیو ډېرېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، د وچکالۍ او ورته د خوړو نه رسېدو له امله ډیری سپي لیوني شوي چې له امله یې د انسانان داړي.
د هغه په وینا د کور سره په سل مترۍ کې یې جومات دی، خو د سپیو له وېرې اوس د سهار لمانځه لپاره یاد جومات ته نه شي ورتللی.
حاجي رشید د دې ستونزې کنټرول د ښاروالۍ ریاست مسوولیت ګڼي او غوښتنه کوي چې د له منځه وړلو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.
هغه داسې وویل: «دلته په ازادۍ مینه کې چې سهار راپاڅېږې، نو کوڅې له سپیو ډکې وي، چې په کې ډېری یې له لوږې لیوني شوي دي، زه خپله پخوا د جماعت لپاره زمونږ نږدې جومات ته تلم خو څو کسان چې سپیو وداړل اوس وېرېږم او نه شم تللی نو زما غوښتنه له ښاروالۍ ریاست دا ده چې دا سپي له منځه یوسي.»

ومو غوښتل چې په دې اړه د خوست ښاروالۍ ریاست نظر هم له ځانه سره ولرو خو د هغوی د نظر په اخیستلو بریالي نه شوو. یاد ریاست څه موده وړاندې په خپله فیسبوک پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ښار کې د کوڅه ډبه سپیو د له منځه وړلو خبر ورکړی و.
بل لورته بیا د خوست ولایت په عامې روغتیا ریاست کې یوې ځايي روغتیايي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز ته په ورکړل شویو معلوماتو کې د لیونیو او کوڅه ډبه سپیو له امله د داړل شویو کسانو په پېښو کې د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، په تېرو څو میاشتو کې ګڼ کسانو دوی ته د ځانګړي شوي واکسین لپاره مراجعه کړې ده.
د خلکو په باور د هوا په سړېدو ډیری وخت کوڅه ډبه سپي له لوږې لیوني کیږي او که په دغه حالت کې انسان وداړي او ژر یې درملنه ونه شي، د هغه د مرګ سبب هم کېدلای شي.
