اطلاعات روز: هلمند ولایت کې د ۱۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنبې د پروسېس يوې کارخونې فعالیت پېل کړی دی.
د دغې کارخونې مسوول ذبیح الله عادل وايي، چې د فابريکې دبشپړیدو چارو يې څلور مياشتې وخت نیولی او تېره ورځ (جمعه، ۲۱ د تلې) یې عملاً فعالیت پېل کړی دی.
نوموړی زیاتوي، یاده کارخونه کې ۵۰ تنه پر کار ګمارل شوي، چې په هر یوه ساعت کې تر یوه ټن پورې دانه داره پنبه پروسېس کوي.
په دې کارخونه کې پر کار ګمارل شوي کسان د خپل کاره خوښ دي او وایي، چې له همدې لارې کولای شي خپلې یوه اندازه اقتصادي ستونزې هوارې کړي.
دوی له نورو سوداګرو هم غوښتنه کوي چې خلکو ته دې دغه ډول کاري فرصتونه برابر کړي.
یاده دې وي چې هلمند کې دامهال د پنبې د پروسېس ۴۴ فابريکې فعاليت کوي، چې د دې ولایت په ګډون د سویلي ولایتونو ډیره برخه دانه داره پنبه په همدې کارخونو کې پروسېس او بازار ته وړاندې کېږي.
