بغلان کې د شیعه ګانو په جومات کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

Photo: Social Media

اطلاعات روز: د بغلان په ولایتي روغتون کې یوه سرچینه د دغه ولایت په مرکز کې د شیعه ګانو په جومات کې د نننۍ چاودنې د مرګ ژوبلې د زیاتوالي خبر ورکوي.  د سرچينې په وينا، د مړو شمېر ٢١ او د ټپيانو شمېر ۴۰ تنو ته رسېدلى دى.

تر دې مخکې یوې بلې سرچینې د وژل شویو کسانو شمېر اووه او د ټپیانو شمېر ۱۸ تنه ښودلی وو او د تلفاتو د زیاتېدو احتمال یې څرګند کړی و.

نن (جمعه، ۲۱ د تلې) غرمه مهال د بغلان د مرکز پلخمري ښار د سیلو لومړي سړک ته څیرمه د شیعه ګانو «امام زمان» جومات کې د لمانځه پرمهال چاودنه وشوه.

د بغلان لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ هم د اوو تنو د وژل کیدو او ۱۵ نورو د ټپي کیدو پخلی کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (یوناما) په دې چاودنه کې د لمونځ کوونکو پر وژل کېدو او ټپیانو خواشیني ښودلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

دغه دفتر پر خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې دوی د پیښې په اړه څیړنې کوي ترڅو په دې اړه حقایق معلوم کړي.

په بغلان کې د طالبانو سيمه ييزو چارواکو هم ويلي، چې د دې چاودنې په اړه پلټنې کوي.  تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی څرګند شوی.

ولسي سرچینې دا چاودنه ځانمرګی برید ګڼي او وايي، چې ځانمرګي بریدګر د جومات په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

تر دې وړاندې هم داعش ډلې د هزاره او شیعه ګانو په جوماتونو او غونډو د بریدونو مسوولیت منلی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه