اطلاعات روز: د خوړو نړيوال پروګرام ويلي چې د هيواد په لوېديځ هرات کې د زلزلې تر پرلپسې ټکانونو وروسته زلزله ځپلي «وېرېدلي او وږي» دي.
دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۱۹ د تلې) پر ايکس د يوې ويډيو په خپرولو سره ليکلي چې په هرات کې د شنبې په ورځ مرګونې زلزلې تر دوه زره زيات کسان وژلي.
د خوړو د نړيوال پروګرام د اړيکو مسوول فليپ کراپ په دې ويډيو کې وايي: «څوک چې ژغورل شوي، کور يې نشته چې بيرته ورته راشي. دوی وېرېدلي او وږي دي.»
دی زياتوي: «ډېره کمه سرپناه پاتې ده، دوی سړې شپې د ويجاړيو تر منځ تېروي.»
د خوړو د نړيوال پروګرام د اړيکو د مسوول په وينا، دا زلزله په داسې مهال کې پېښه شوې چې د افغانستان يو پر درېیمه برخه نه پوهېږي چې خپل راتلونکی خوراک به له کومه کوي.
دی وايي، له دې سره-سره ويجاړوونکې زلزلې هغه مهال پېښې شوې دي چې د خوړو نړيوال پروګرام اړ شوی دی چې د بودجې د پراخ کمښت له وجې له ۱۰ ميليون وګړو سره بېړنۍ خوراکي مرستې قطع کړي.
د خوړو د نړيوال پروګرام دا مسوول وايي چې د پرلپسې ناورينونو له وجې د افغانستان د وګړو د اړتياوو وړاندوينه نشي کېدلای.
دی وايي، اوس مهال موږ له زلزلې پاتې شونو ته مرسته رسوو، خو مرستې ته اړتيا لرو او له خلګو غواړو چې مرسته وکړي.
د ۶.۳ کچ زلزلې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د هرات ولايت زنده جان او ور څېرمه ولسوالۍ ولړزولې.
تر دې زلزلې وروسته ځيني جټکې هم محسوس شوې چې له کبله يې تلفات او ويجاړۍ نورې هم زياتې شوې.
له دې پرته، نن سهار هم د همدومره کچې لويي زلزلې د هيواد لوېديځ ولړزاوه چې وروسته دوې نورې جټکې هم ورسره ملې وې.
په دې جټکو کې د هرات په ۲۰ کليو کې شاوخوا دوه زره کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او په زرګونو خلګ بې کوره شوي دي.
