اطلاعات روز: د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست يعقوب مجاهد ويلي چې د افغانستان ګاونډيان دې د قوش تيپې کانال په تړاو نه اندېښمن کېږي، ځکه په امو سيند کې به د هغوی پر حقونو تېری نه کېږي.
نوموړي دا څرګندونې نن (چهارشنبه، ۱۹ د تلې) د قوش تېپې کانال د لومړي فاز د ګټې اخيستنې او د دې کانال د دويم فاز د پيل په مراسمو کې کړې دي.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ويلي چې قوش تيپه کانال او نورې ټولې پروژې سنجول شوې دي او د افغانستان د ګاونډيانو په تاوان نه دي. د ده په وينا، دا هيوادونه بايد اندېښمن نشي.
ده زياته کړې چې افغانستان اوس هم تر خپل حق په ځلونو د کمې کچې اوبه تر لاسه کوي.
په عين مهال کې د طالبانو دې لوړپوړي چارواکي ويلي: «موږ هيڅکله هم په امو سيند کې د نورو پر حقونو تېری نه کوو.»
د منځنۍ اسيا هيوادونه د قوش تيپې کانال په اړه اندېښمن دي او ښايي د دې کانال بشپړېدل د افغانستان او ګاونډيانو تر منځ د اوبو پر سر جنجالونه را ولاړ کړي.
يو څه وخت وړاندې د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف ويلي و چې د طالبانو له خوا د قوش تيپې کانال جوړېدل په منځنۍ اسيا کې د اوبو رژيم او انډول بدلوي.
د ازبکستان ولسمشر ويلي و چې «په سيمه کې د اوبو په مصرف کې نوی شريک را پيدا شوی چې زموږ له هيوادونو سره هيڅ تعهد نه لري».
