د خوست سپېرې ولسوالۍ له ۸۵۶ زلزله ځپلو سره د کورونو جوړولو لپاره نغدي مرسته وشوه

اطلاعات روز: په خوست ولايت کې د طالبانو پېښو ته د رسېدو رياست وايي، د IOM موسېسې په مالي ملاتړ د دغه ولايت په سپېره ولسوالۍ کې ۸۵۶ زلزله ځپلو کورنيو سره د سرپناه جوړولو په موخه څه باندې ۵۳ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

د طالب مسوولينو په وينا چې د  لومړي او دوهم قسط نغدي مرستو پرمهال د شپږو کورنيو له ډلې يې هرې يوې ته د دوه اطاقه کورونو جوړولو لپاره ۶۳۲۰۰ افغانۍ او پاتې ۶۱ کورنيو ته ۳۱۶۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

دوی زياتوي چې د دوهم قسط نغدي پيسو په ويش کې ۲۰۴ کورنيو ته د دوه اطاقه کورونو لپاره ۱۰۳۴۰۰ افغانۍ او ۵۸۴ کورنيو ته د يو اطاقه کورونو جوړولو لپاره ۵۱۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

زلزله ځپلي له دوی سره د يادې موسېسې مرستې ښه ګام بولي او وايي، که ورسره دغه مرسته نه وای شوې نو د هوا په سړېدو به له ستونزو سره مخ شوي وو.

سپېره د خوست هغه ولسوالۍ ده چې نږدې دوه کاله وړاندې په کې يوې زورورې زلزلې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او د ځايي خلکو د سرپناه ګڼې استوګنې يې له منځه يوړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه