پاکستان: د غير قانوني کډوالو د شړلو پرېکړه نه بدلېږي

Photo: via general_karachi on X

اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنيو د دې هيواد د چارواکو په وينا راپور ورکړی چې پاکستانی دولت به د «غير قانوني» کډوالو د شړلو پر پرېکړه بيا ځلې غور ونه کړي.

پاکستان د ۱.۷ ميليونه افغان وګړو په ګډون ټولو «غير قانوني» کډوالو ته د اکټوبر مياشتې تر ۳۱مې نيټې وخت ورکړی چې په رضاکاره توګه ووځي او که ونه وځي، نو د نوامبر له لومړۍ نيټې څخه به په جبري توګه وشړل شي.

د پاکستان دې پرېکړي د بشري حقونو د سازمانونو انديښنې راپارولې دي.

د ايکسپريس ټريبيون په وينا، پاکستاني چارواکو ويلي، چې د بشري حقونو سازمانونه او د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې د دې پرېکړې د ارزولو لپاره اسلام اباد ته تللي دي.

له دې راپور سره سم، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (يو اين ايچ سي  آر) او د کډوالۍ نړيوال سازمان (آی او ايم) «د افغان وګړو د ثبت او مديريت لپاره د يوه هر اړخيز او پايدار ميکانيزم د جوړولو» لپاره د پاکستان ملاتړ اعلان کړی.

دې بنسټونو له پاکستانه مننه کړې چې د افغان کډوالو کوربتوب يې کړی او په عين حال کې يې له پاکستاني دولت څخه غوښتي چې د بشري حقونو نقض ته پام وکړي چې ښايي د کډوالو د شړلو له کبله پېښ شي.

ايکسپريس ټريبيون ليکلي، چې چارواکو د سې‌شنبې په ورځ وويل چې پاکستان دهغو  ټولو بهرنيو وګړو چې ډېری يې افغانان دي او په پاکستان کې په غير قانوني توګه اوسي، د شړلو لپاره خپله پرېکړه نه بدلوي.

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزير انور الحق کاکړ د غیر قانوني کډوالو د شړلو لپاره د دولت د سياست دفاع کړې ده.

ده يوې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې پاکستان به «تسليم» نه شي او د ټولو غير قانوني کډوالو د شړلو لپاره به خپل سياست مخته وړي.

خو نوموړي څرګنده کړې، چې دا د افغان کډوالو ځپل نه دي او د ده په وينا، افغان وګړي تر شړل کېدو وروسته کولای شي پاکستان ته راشي خو ځانګړي پروټوکولونه به مراعتوي.

د پاکستان لومړي وزير د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا له افغان طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ معکوسه پايله ورکړې او که نه، وويل، دا ادعا سمه نه ده چې طالبان د اسلام اباد په مرسته واک ته رسېدلي.

کاکړ د افغانستان او پاکستان د اړيکو د اوسني وضعيت په تړاو پوښتنې ته په ځواب کې ويلي: «طالبان د افغانستان واقعيت دي او موږ بايد له هغوی سره کار وکړو.»

د طالبانو او پاکستان اړيکې د وروستيو دوو کلونو پرمهال ترينګلې شوې دي. د دواړو اړخونو د خرابو اړيکو لامل د پاکستاني طالبانو فعاليت او له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه