اطلاعات روز: جلال اباد ښار کې د سرو زرو پلورونکي وايي، په هېواد کې ولسي خلک د پخواني جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، چې د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې په خپلو کورونو کې د شته زېوراتو پلور ته لاس اچولی دی.
دوی وايي، په هېواد کې روان بد اقتصادي وضعیت د دوی پر کاروبار هم منفي اغېز کړی، چې د پخوا په پرتله یې د سرو زرو پلورنې بازار سوړ او کمرنګه شوی دی.
جلال اباد ښار کې د سرو زرو پلورونکی جعفر حسن وايي، ګڼې کورنۍ شته چې د خپلو ورځنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه یې د خپلو کورونو سره زر پلورلي او په راتلوونکي کې نور د پلور لپاره ګران بیه توکي هم نه لري.
که څه هم واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د خصوصي سکتور د نورو برخو په څېر د سرو زرو پلورونکي د خپل بازار له خرابوالي شکایت کوي، خو برعکس په جلال اباد ښار کې د زرګرۍ صنعتکاران د خپل کار روزګار د ثبات خبره کوي.
زر جوړونکي احسان الله او بلال وايي، د مېرمنو د سینګار په برخه کې بېلابېل ډوله ګاڼې جوړوي، چې د پخوا په څېر د خپل صنعت د ښه والي خبره کوي او زیاتوي، چې په کار ځای او ډیزاین خونو کې ورسره ګڼو بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه هم برابر شوې.
بل لور ته د سرو زرو پلورونکو اتحادیه شکایت کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو پرې مالیه تر بل هر وخت لوړه شوې، چې د دوی کاروبار یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی.
د یادې اتحادیې مشر حاجي ممتاز مومند دغه راز د وچکالۍ، بېکارۍ، د نرخونو لوړوالی او د اقتصادي ستونزو زیاتوالی د سرو زرو د بازار خرابوالي نور لاملونه یادوي.
هڅه مو وکړه، چې په ننګرهار کې د سرو زرو پلورونکو د شته شکایتونو په تړاو د ننګرهار مستوفیت لپاره د طالب چارواکو نظر هم واخلو؛ خو له پرلپسې هلو ځلو سره سره بیا هم بریالي نه شوو، چې د هغوی نظر واخلو.
د ننګرهار د سرو زرو پلورونکو اتحادیې د معلوماتو له مخې اوسمهال په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د سرو زرو پلورنې شاوخوا ٥٥٠ هټۍ شتون لري، چې په سلګونه کسان په کې په کار روزګار بوخت دي.
د سرو زرو پلورونکي دغه راز د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د خلکو اقتصادي ستونزو او د دوی د بازار سوړوالي ته په کتو دې پر دوی شته لوړې مالیې کمې کړي؛ ځکه په خبره یې له یوې خوا یې بازارونه خراب دي او له بل لوري پرې مالیات لوړ دي، چې د دوی کار روزګار یې ټکنی او له سختو مالي زیانونو سره مخ کړی.
