ختیځو ولایتونو کې د هرات زلزله ځپلو لپاره د مرستو را ټولولو خېمې ودرول شوې

اطلاعات روز: د هیواد په ختیځ ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د هرات او بادغیس ولایتونو زلزله ځپلو کورنیو ته د لاسنیوي په موخه د مرستو را ټولونې خېمې درول شوې دي.

دغه خېمې نن (دوشنبه، ۱۷ د تلې) د ننګرهار په مرکز جلال اباد، د کونړ په مرکز اسعداباد، د لغمان په مرکز مهترلام او نورستان کې درول شوي، چې د رضاکاره ځوانانو په خبره درې ورځې به دوام وکړي.

په ننګرهار کې د رضاکاره ځوانانو له ډلې خان محمد عمرزی وایي، د هرات او بادغیس ولایتونو زلزله ځپلو لپاره یې له نغدي مرستو نیولې، تر درملو او پوښاک توکو پورې مرستې راټولوي او په شفاف ډول به یې زلزله ځپلو کورنیو ته سپاري.

نوموړی وایي، د ګڼو کورنیو او بهر مېشتو ختیځوالو مرستې یې جلب کړي او هڅه کوي، چې دغه لړۍ لا چټکه کړي.

بل لور ته په کونړ، لغمان، نورستان او جوزجان ولایتونو کې هم د هرات او بادغیس ولایتونو زلزله ځپلو کورنیو د لاسنیوي په موخه د مرستو صندقونه اېښودل شوي، چې د مسوولینو په خبره درې ورځې به دوام وکړي او د شفافیت بشپړ ډاډ یې ورکوي.

په جوزجان ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس رسنيو ته ويلي چې راټولې شوې پيسې به د يوې منظمې طرحې له مخې د هرات زلزله ځپلو ته توزيع کېږي.

د دې کمپاينونو مخته وړونکو له سوداګرو، خيريه بنسټونو او عامو وګړو غوښتي چې د هرات د اړمنو د لاسنيوي په خاطر دې د دې بهير ملاتړ وکړي.

له دې سره-سره په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د بېلابېلو افرادو او بنسټونو له لوري د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په خاطر کمپاينونه پيل شوي او په بېلابېلو برخو کې د اړتيا وړ توکي او يا هم نقدي مرستې ورته راټولېږي.

پېښو ته د رسيدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وياند جانان سايق وايي، چې په هرات کې د زلزلې له امله د مړو او ټپیانو شمېر شاوخوا څلور زرو تنو رسېدلی دی.

د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د شنبې په ورځ د هرات ولايت د زنده جان او يو شمير نورې ولسوالۍ ولړزولې.

تر دې زلزلې وروسته ځينې نورې جټکې هم رامنځته شوې چې له کبله يې ويجاړۍ او تلفات زيات شول.

نن هم د هيواد په لوېديځ کې يو ځل بيا زلزله وشوه چې له کبله يې د رامنځته شويو ويجاړيو او تلفاتو په تړاو معلومات نشته.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه