اطلاعات روز: پېښو ته د رسيدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وياند جانان سايق وايي، چې په هرات کې د زلزلې له امله د مړو او ټپیانو شمېر شاوخوا څلور زرو تنو رسېدلی دی.
ښاغلي سايق نن (دوشنبه، ۱۷ د تلې) تر غرمې وروسته دا شميرې په يوې خبري ناسته کې اعلان کړې، خو د ژوبلو او مړو دقيق شمير يې ونه ښود.
نوموړي زياته کړه، چې د دې زلزلې له امله په ۲۰ کليو کې شاوخوا دوه زره کورونه ويجاړ شوي دي.
پېښو ته د رسيدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وياند ویلي، چې د زلزلې په سيمو کې لاهم د ژغورنې او پلټنې عمليات روان دي او د ۳۰ ټيمونو کارمندان چې شمېر يې زرو تنو ته رسېږي، په ساحه کې موجود دي.
تېره شپه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) په هرات کې د زلزلې له امله د مړو شمېر يو زر او ۲۳ او د ژوبلو شمېر يو زر او ۶۶۳ اعلان کړ.
دې بنسټ په خپل راپور کې ويلي و، چې په زلزله ځپلو سيمو کې ۵۱۶ تنه ورک دي.
د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د شنبې په ورځ د هرات ولايت د زنده جان او يو شمير نورې ولسوالۍ ولړزولې.
تر دې زلزلې وروسته ځينې نورې جټکې هم رامنځته شوې چې له کبله يې ويجاړۍ او تلفات زيات شول.
نن هم د هيواد په لوېديځ کې يو ځل بيا زلزله وشوه چې له کبله يې د رامنځته شويو ويجاړيو او تلفاتو په تړاو معلومات نشته.
