ملګري ملتونه: د هرات په زلزله کې ۱۰۲۳ تنه مړه او ۵۱۶ نور ورک دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د هرات په زلزله کې د مړو شويو شمېر يو زر او ۲۳ تنه ښودلی او ويلي يې دي چې ۵۱۶ نور ورک هم دي.

اوچا د شنبې په شپه (۱۶ د تلې) د يوه راپور په خپرولو سره زياته کړې چې په دې پېښه کې يو زر او ۶۶۳ کسان ژوبل شوي هم دي.

د اوچا په وينا، دا شميرې د زنده جان ولسوالۍ له ۱۱ کليو راټولې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، چې په ټوله کې ۱۱ زره او ۵۸۵ تنه په زنده جان، انجيل، ګلران، کهسان او کشک رباط سنګي ولسواليو کې د زلزلې له امله اغېزمن شوي دي.

د اوچا په وينا، د پلټنې او ژغورنې عمليات لاهم روان دي.

د ریښتر په کچه ۶.۳  زلزلې چې عمق يې ۱۴ کيلومټره و، د شنبې په ورځ شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د هرات زنده جان ولسوالۍ او يو شمېر نورې سيمې ولړزولې.

دې زلزلې وروسته څو نورې جټکې هم درلودې چې له کبله يې زيانونه او تلفات زيات شول.

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت، د دې زلزلې د مړو او ژوبلو شمېر دوه زره او ۵۳ تنه ښودلی دی.

دې وزارت اعلان کړی چې تر يو زر او ۳۲۹ زيات کورونه په دې زلزله کې ويجاړ شوي دي.

ويل کېږي چې په دې زلزله کې لس کلي په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

د فعالانو او رسنيزو بنسټونو له لوري د مرستې راټولونې کمپاينونه پېل شوي دي. ځينو هيوادونو هم د مرستې ژمنې کړې دي.

طالبانو اعلان کړی چې په هرات کې يې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې دي او په دې تړاو يې يو ځانګړی کميسيون هم ټاکلی دی.

د افغانستان يوه مطرح سوداګر او د يوه خصوصي بانک مالک ميرويس عزيزي اعلان کړی دی چې په هرات کې له زلزله ځپلو سره تر ۲۰۰ ميليونه افغانۍ زياته مرسته کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان په خپل فیسبوک او ایکس پاڼو لیکلي، چې په نړیوال جام کې به د خپلو ټولو لوبو «فیس» د هرات، فراه او بادغیس زلزلو ځپلو ته ورکوي.

دغه راز د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې هم عام وګړو او د طالبانو مسوولینو زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاینونه پېل کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه