اطلاعات روز: د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو ابتدایه محکمې پنځه کسان د لواطت، زنا او غلا په تور عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
سپین بولدک کې د طالبانو ابتدایه محکمه وایي، دغو کسانو ته یې تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۲ د تلې) په عام محضر کې سزا ورکړې ده.
دوی زیاتوي، چې د دغو کسانو له ډلې درې تنه یې په لواطت او زنا او دوه یې په غلا تورن وو، چې د جرمونو د اثبات وروسته یې هر يې ۳۰–۳۰ دُرې وهلي دي.
تردې وړاندې هم د سپين بولدک ولسوالۍ لپاره د طالبانو ابتدايه محکمې اتو تنو ته د قصاص، دُرې وهلو او بند سزاګانې ورکړې دي.
