سږ کال د کېميا نوبل جايزه د کوانټوم نقاطو په برخه کې درو څېړونکو ته ورکړل شوه

اطلاعات روز: د سويډن د علومو سلطنتي اکاډمۍ په کېميا کې د سږ کال نوبل جايزه مونګي جي. باونډي، لوئيس آی. بروس و الکسی آی. اکيموف ته په ګډه ورکړې ده.

د دې جايزې ګټونکي نن (چهارشنبه، ۱۲ د تلې) د سويډن په سټاکهولم ښار کې اعلان شول.

د نوبل جايزې پر ويبپاڼې له خپرې شوې اعلاميې سره سم، دا درې پوهان د «کوانټوم نقاطو د کشف او سينتيز» له امله د دې جايزې وړ ګڼل شوي دي.

د کېميا په څانګه کې د نوبل کميټې رييس يوهان اکويسټ ويلي چې «کوانټوم نقاط زياتې حيرانوونکې او غير عادي ځانګړنې لري او تر هر څه مهمه داده چې هغوی د خپلې ګيډۍ په اندازه متفاوت رنګونه لري».

پر نوبل ويبپاڼه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې دې پوهانو د «نوې ټيکنالوژۍ» لپاره مهم تخم کرلی دی.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې «نانوذرات دومره واړه دې چې اندازې يې ځانګړنې تعينوي».

د دې اعلاميې له مخې، اوسمهال له نانوذراتو او د هغو له ځانګړنو د ټلويزونو په هينداره او همدا راز د جراحي عملياتو د خونې په لامپونو کې استفاده کېږي چې په وسېله يې جراحان کولای شي تومور نسج په دقيق ډول وويني.

سږ کال چې د کېميا په څانګه کې کوم ساينسپوهان د نوبل جايزې وړ ګڼل شوي دي، هغوی توانېدلي دي چې کوانټوم نقاط يعني تر ۱۰ نانومتر اندازې لاندې سيمي کنډکټر چې مشخصې برېښنايي ځانګړنې لري د رنګين نور د ايجاد لپاره وکاروي.

د دوی په باور، کېدلای شي چې دا کوانټوم نقاط په راتلونکې کې د انعطاف منونکو برېښنايي تختو، وړو سينسرونو او ظريفو لمريزو سلولونو د جوړولو او رمز ورکړل شويو کوانټومي ارتباطاتو لپاره وکارېږي.

مونګي جي. باونډي چې د ۱۹۶۱ پر مهال د فرانسې په پاريس ښار کې زېږېدلی او د امريکا د ماساچوسټ پوهنتون د ټيکنالوژۍ انسټيټيوټ استاد دی.

لوئيس اي. بروس د ۱۹۴۳ پر مهال په امريکا کې زېږېدلی او د دې هيواد په کولمبيا پوهنتون کې استاد دی.

الکسي آی. اکيموف د ۱۹۴۵ پر مهال په پخواني شوروي اتحاد کې زېږېدلی او د امريکا په نيويارک کې د نانوکريسټال ټيکنالوژۍ د شرکت پخوانی مخکښ څېړونکی دی.

په تېرو دوو ورځو کې په طب او فيزيک څانګو کې هم د نوبل جايزې ګټونکي اعلان شول.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې د ادبياتو او سولې په شمول په نورو برخو کې هم د نوبل جايزې اعلان شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه