اطلاعات روز: د امريکا د اوهايو ايالت د پوهنتون استاد پير آګوستيني، د جرمني د ماکس پلانک موسسې څېړونکی فرانک کراوس او د سويډن د لوند پوهنتون استاده آنه لوهيلير سږ کال د فيزيک په برخه کې د نوبل د جايزې مشترک ګټونکي اعلان شول.
د سويډن د سلطنتي علومو اکاډمۍ دا ګټونکي نن (سېشنبه، ۱۱ د تلې) په سټاکهولم ښار کې اعلان کړل.
دا درې پوهان «په ماده کې د اليکټرون د چلند څېړنې په موخه د آتوثانيه (Attosecond) نور د پلزونو (Pulses) د توليد له کبله» د دې جايزې وړ ګڼل شوي دي.
د قاضيانو په اعلاميه کې راغلي دي: «پير آګوستيني، فرانک کراوس او آنه لوهيلير د نور د پلزونو د ايجاد لنډه لار موندلې چې د چټکو پروسو د اندازه ګيرۍ لپاره چې په هغو کې اليکترونونه حرکت کوي يا انرژي تغييروي، استفاده کېږي.»
د نوبل د فيزيک کميټې رييس اوا اولسون ويلي: «اوس کولای شو د اليکترونو د نړۍ پر مخ دروازه پرانيزو. د آتوثانيه فيزيک موږ ته دا فرصت راکوي تر څو هغه ميکانيزمونه چې د اليکترونونو په توسط اداره کېږي، درک کړو.»
ده زياته کړې چې «راتلونکې مرحله له دې څخه استفاده کول دي».
آتوثانيه پلزونه په بېلابېلو برخو کې لکه په طبي تشخيص کې د بېلابېلو ماليکونو د پيژندنې لپاره هم کارول کېږي.
تېره ورځ کاتالين کاريکو او درو وايسمن ته د «ايم آر اين آی» ټيکنالوژۍ ته د پرمختګ ورکولو له امله چې په پايله کې يې کرونا واکسين جوړ شو، د طب په برخه کې د نوبل جايزه ورکړل شوه.
ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې د سولې په شمول په نورو برخو کې هم د نوبل جايزې ګټونکي اعلان شي.
