اطلاعات روز: کندهار کې مالداران (شپانه) شکايت کوي چې هيواد ته له بهرنیو هیوادونو څخه د پسونو او وزو د وړيو واردات زیات شوی چې له امله یې د وطني وړیو بازار پیکه شوی دی.
د کندهار د ميوند ولسوالۍ يو تن مالدار عبدالولي وایي، د نورو کلونو په پرتله يې د وړیو کاروبار خراب شوی، ځکه په خبره یې اوسمهال یې نه محصولات بهر ته صادریږي او نه هم په کور دننه ګرم بازار لري.
هغه وويل: «زموږ د کاروبار د سقوط وجه داده چې زموږ وړۍ خارج ته نه ځي خو د خارج وړۍ دلته راوړل کېږي او کارېږي، ټوکران، غالۍ، فرشونه و تارونه ورڅخه جوړېږي.»
د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ يو بل مالدار سیف الله بیا وایي، له دې وړاندې يې له پسونو او وزو څخه په لاس راغلې وړۍ د هيواد د داخلي بازارونو سربېره نورو هيوادونو ته هم صادرولې، خو زياتوي چې اوس هغه لارې پرې تړل شوي او يوازې يې په داخلي بازارونو کې په ډيره ټيټه بيه پلوري.
نوموړي وویل: «د عربستان سربېره له ايران، ازبکستان او نورو ملکونو څخه وړۍ راوړل کېږي، دا زموږ داخلي فابریکو والا زموږ څخه وړۍ نه رانيسي د نورو ملکو څخه يې راوړي، وطني جنس دی، د رنګ او هر څه په زمانت، بل دا چې ګټه يې زموږ خپلو خلکو ته رسېږي خو بيا هم هيڅ توجو نه راته کېږي.»
ورته مهال کندهار کې د طالبانو د مالدارۍ آمر محمد حامد وايي، سږکال يې د زون په کچه د پنځو ولايتونو د مالدارانو لپاره د وړيو راټولولو مرکزونه جوړ کړي او همدارنګه يې د وړيو راټولولو او ښه پروسېس لپاره روزنه هم ورکړې ده.
نوموړی زیاتوي، چې سږکال يې کندهار کې د وړيو راټولولو د همدې مرکزونو يا هم سټاپ شاپونو څخه دوه لکه، ۶۹ زره او ۵۸ کيلو د پسونو وړۍ او څه باندې ۲۵۶ کيلو «قورق» يا د وزو وړۍ راټولي کړي بازار ته یې عرضه کړي دي.
محمد حامد وویل: «من د پسه وړۍ اوس ډ ۳۵۰ افغانیو څخه شروع بيا تر ۲۵۰ افغانيو پورې خرڅېږي او يو کيلو قورق يا د وزې وړۍ په ۱۱زره افغانۍ دي، موږ کوښښ کوو چې مالداران حمايت کړو، چې وړۍ يې خارجي هيوادو ته صادرې شي.»
