اطلاعات روز: د پکتيا امنيه قومنداني وايي چې د قانون د ښه تطبيق او د ښاري نظم لپاره يې د قومنداني په چوکاټ کې د پوليسو د ۱۰۰ کسيزه د ګارنېزيون قطعه جوړه کړه.
د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال نجيب الله سرتېر وايي چې له دې سره به ښاري نظم لا پياوړی او د ځينو غير قانوني چارو مخنيوی وشي. سرتېر اطلاعات روز ته وويل چې دا قطعه به په درې شفټونو کې ۲۴ ساعته فعاليت کوي.
نوموړي زياته کړه: «د دې قطعهې يوه ګروپ به استراحت وي، بله قطعه منتظره وي او بله به وظيفه او ګزمه کې وي. د ښار په بېلابېلو ځايونو کې به چک پواينټونه ولري. د امن او عامه نظم لپاره دی.»

د پکتيا امنيه قومندان وايي چې د دې ځانګړې قطعې له جوړېدو سره به د ماينونو، غلاوو، ګڼو جنايي جرمونو مخنيوي، ښاري ګډوډي او ورته نورو ګډوډيو په مخنيوي کې اغېزمن وي.
د يادې قطعې قومندان څارمن احمدشاه بيدار وايي چې د ښاريانو ستونزو ته به پر وخت رسيدګي وکړي او په دې برخه کې د خلکو همکاري اساسي بولي.
بيدا وويل: «خلکو ته اطمينان ورکوم چې موږ ستاسو په خدمت کې يو، هر وخت له موږ سره په تماس کې کېدلی شي. خو د خلکو همکاري غواړو، د خلکو همکاري چې نه وي يوه اداره او ګروپ څه نشي کولی.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په ګردېز کې وسله والې او د موټرونو غلا يو څه زياته شوې ده.
د ګردېز اوسېدونکی نعمت الله وايي که څه هم د ښار د امن او نظم لپاره عمومي ګارنيزيون شته، خو د حالت د لا ښه کېدو لپاره د دې قطعې فعاليت هم ګټور بولي.
نوموړي وويل: «په دې برخه کې هر اقدام ګټور دی او لږ تر لږه د يوې مهمې برخې تشه ډکولی شي.»

يو تن ټکسي چلوونکی جانان اطلاعات روز ته وويل چې په ښار کې لا هم بېلابېل نشه يي توکي پلورل کيږي او د ګارنيزون ياده قطعه يې بايد د مخنيوي په برخه کې غوڅ اقدامات وکړي.
جانان وايي: «څه وخت مخکې هم غلو د ښار په څنډه کې له يو کس څخه موټر وتښتاوه، همدارنګه ځينې لنډه غر او بې مسوله کسان ګشت و ګزار کوي چې بايد وپوښتل شي او نشه يي توکي خرڅيږي. دا مسايل چې کنټرول شي، خلک به ارام شي.»
ياده دې وي چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د ګردېز ښار د امن او عامه نظم لپاره د ټولو امنيتي ارګانونو په ګډون عمومي ګارنېزيون جوړ او فعاليت پيل کړی، چې په يادو برخو کې ګټور ثابت شوی دی.
