د افغانستان د خبريالانو مرکز: طالبانو د ۱۳ لارښودونو په خپرولو سره اطلاعاتو ته لاسرسی محدود کړی دی

اطلاعات روز: د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، چې طالبانو د ۱۳ لارښودونو په خپرولو سره په هيواد کې د رسنيو ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی په «سيسټماټيکه» توګه محدود کړی دی.

دې بنسټ نن (پنج شنبه، ۶ د تلې) اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې افغانستان د تېرو دوو کلونو پر مهال پر رسنيز کار «د سخت محدوديت» او «اطلاعاتو ته په لاسرسي کې د بې مخينې پر شاتګ» شاهد و.

د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي، چې طالبان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ته «پاملرنه» نه کوي او هڅه کوي چې د ټولیزو رسنيو قانون او همدا راز اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تعديل کړي، په عين حال کې يې ۱۳ محدودوونکي لارښودونه هم خپاره کړي دي.

د دې مرکز په اعلاميه کې راغلي، چې دا لارښودونه له يوې مرجع څخه نه ده خپاره شوي او تر معمولو قانوني مراحلو هم نه دې تېر شوي، خو «له رسنيو او خبريالانو سره په چلند کې د حاکم سياست اساس دي.»

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، چې د طالبانو لارښودونه له رسنيو سره د اړوندو ګڼو چارو په اړه دي چې د ښځينه خبريالانو د کار ممنوعيت، د مدني اعتراضونو او لاريونونو نه پوښښ، د خبر او راپور پر نشر او توليد محدوديت، د «افغانستان د حکومت» په توګه د طالبانو يادول او د موسيقي د نه خپرولو ممنوعيت پکې شاملېږي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز له اعلاميې سره سم، په دې لارښوونو کې همدا راز په جبري توګه د ښځينه وياندويانو د مخ پټول؛ په نندارتونو او نورو تفريحي برنامو کې د ښځو د شتون ممنوعيت، په رسنيو کې د ښځو او سړيو د ځای تفکيک او له سړي سره د ښځې او له ښځې سره د سړي د مرکې ممنوعيت شامل دي.

دې بنسټ ويلي، چې په افغانستان کې د نړيوالو ټلويزیوني خپرونو پر نشر بنديز، له طالب چارواکو سره له همغږۍ پرته د سياسي، امنيتي او ټولنيزې منځپانګې لرونکي سوداګريز اعلانونه نه خپرول، پر طالب مسوولينو د نقد بنديز، په هلمند کې له ښځو سره پر مرکې او د هغوی د انځور او غږ پر خپرولو بنديز او له هيواده دباندې رسنيو سره پر همکارۍ بنديز، د افغانستان پر رسنيو او خبريالانو د طالبانو نور بنديزونه دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي، چې د دې لارښودونو عملي کېدو له کمي او کيفي پلوه پر رسنيز کار او د منځپانګې پر توليد جدي اغېز کړی او معلوماتو ته په لاسرسي او ځان سانسورۍ کې سخت محدوديت يې عمده پايلې دي.

دې بنسټ ويلي، چې طالب مسوولين په کمه کچه له رسنيو سره مرکې کوي او د دې ډلې رسمي وياندويانو ته هم ټول خبريالان لاسرسی نه لري او نه په مناسب وخت کې ورته لاسرسی کېږي او يا هم جدي او ژورو پوښتنو ته له ځواب ويلو ډډه کوي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز له اعلاميې سره سم، طالبانو هغه خبريالان ګواښلي او زنداني کړي چې دې لارښودونو ته يې پام نه دی کړی او رسنۍ هم له تنبيهي اقداماتو لکه د لنډ مهال لپاره او يا هم په دايمي توګه د فعاليت له بنديز سره مخ شوې دي.

طالبانو پر افغانستان تر دويم ځل واکمنېدو وروسته، بيا-بيا خبريالان نيولي او زنداني کړي او په هيواد کې يې د رسنيز فعاليت مخه نيولې ده.

په وروستي ځل دې ډلې پرون په دايکندي ولايت کې ځايي رسنۍ «نسيم راډيو» تړلې او د هغې يو شمېر کارمندان او خبريالان يې نيولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه