د بشري حقونو فعالان د جرمني دولت او د اروپا پارلمان ته: د طالبانو غړو ته ويزې مه ورکوئ

Photo: Taliban MFA

اطلاعات روز: له هيواده بهر ځيني ډلې او د افغانستان – جرمني ځيني سازمانونه، د بشري حقونو او ښځينه حقونو فعالان او د مدني ټولنې غړي وايي، خبر شوي دي چې د طالبانو يو شمېر غړي په اکتوبر مياشت کې د بېلابېلو ليدنو او په بين الافغاني خبرو-اترو کې د ګډون لپاره جرمني ته سفر کوي.

دوی په يوه سرخلاصي ليک کې چې نن (چهارشنبه، ۵ د تلې) خپور شوی، د جرمني له دولت او د اروپا له پارلمان څخه غوښتي چې د طالبانو دې غړو ته دې ويزه نه ورکوي.

په دې ليک کې راغلي دي چې «موږ په بېړنۍ توګه له تاسو غواړو چې د طالبانو د غړو لپاره د ويزو په ورکړه کې بيا ځلې فکر وکړئ ځکه دا ډله د افغانستان د ميليونونو خلګو پر خلاف په تروريستي اقداماتو کې شريکه ده او د جنسيتي اپارتايډ په شمول د بشري حقونو د نقض اوږده مخينه لري.»

د دې ليک لاسليک کوونکو ويلي دي چې په پر له پسې توګه بشري حقونو ته د طالبانو نه پاملرنې او [د دوی له لوري] د جنايت د تشديد دوام ته په پام، دوی ته د ويزې ورکول له اروپايي ارزښتونو سره په تضاد کې دي او دې ډلې ته د بې مخينې مشروعيت ورکولو خطر را پيدا کوي.

دوی ويلي چې طالبانو ته د ويزې ورکړه او اروپا ته د سفر کولو اجازه ورکول د افغانستان له خلګو سره مرسته نه کوي، بلکې په ناغوښتل شوې توګه دې ډلې ته مشروعيت ورکوي او له نجونو، ښځو او هغو خلګو سره خيانت کېږي چې د دوی تر شکنجې او ځور او اذيت لاندې دي.

دوی ويلي دي چې د خبرو-اترو په ارزښت او د شخړو د سولييز حل په لټون خبر دي؛ خو پرېکنده دريځ يې دادی چې «په خبرو-اترو کې بايد هغه اړخونه شامل وي چې د بشري حقونو، ډيموکراټيکو ارزښتونو او د څنډې ته کړل شويو ټولنو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ ته ژمن وي».

په دې ليک کې راغلي چې «د دې اصولو په فاحش نقض کې د طالبانو مخينه له پامه نشي غورځول کېدلای».

د دې ليک لاسليکوونکو ټيڼګار کړی چې له طالبانو سره هر ډول خبرې بايد د بشري حقونو او نورو حياتي موضوعاتو د رعايتولو له مخکيني شرط پرته ونشي.

دوی زياته کړې ده چې «يوازې د همداسې شرايطو په پوره کېدو کولای شو له يوې داسې ډلې سره خبره وکړو چې د افغانستان د بېلابېلو سياسي، قومي او مذهبي اړخونو استازولي کوي او د ښځو حضور پکې له ۳۰ څخه تر ۵۰ سلنې وي.»

د دې ليک لاسليکوونکو د جرمني له دولت او د اروپا له پارلمان څخه غوښتنه کړې ده چې له طالبانو سره د خبرو د وړاندينيو شرطونو له پوره کېدو پرته دې، پر دې ډلې د سفر تحريمونه رعايت کړي.

تر اوسه د جرمني دولت او نورو سرچينو اروپا او جرمني هيواد ته د طالبانو د غړو د سفر په اړه څه نه دې ويلي.

د دې فعالانو له لوري چې کوم ليک خپور شوی دی، اروپا ته د طالبانو د غړو د سفر دقيقه نېټه پکې نه ده ښوول شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه