د طالبانو وياند د ښځو د کار او زده کړو موضوع «کوچنۍ» او انحرافي وبلله

Photo: BNA

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې ته په غبرګون کې ويلي، چې په دې ناسته کې بحثونه د دوو «کوچنیو او کورنیو» موضوعاتو په لويولو سره منحرف کړل شول. د ده په اند، د ښځو زده کړې او کار کوچني او داخلي موضوعات دي.

مجاهد نن (چهارشنبه، ۵ د تلې) پر ايکس خواله رسنۍ په يوه پيغام کې ليکلي، چې د امنيت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې سرتاسري امنيت، عمومي بښنې، سولې او ثبات، اقتصادي پرمختګ، د امنيتي ځواکونو جوړېدو او له داخلي عوايدو د بودیجې تيارېدو» ته ارزښت نه دی ورکړل شوی.

نوموړي زياته کړې، چې لازمه خو داوه چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د تور ليست او بنديزونو پر ختمېدلو، د افغانستان د پيسو پر ازادېدلو او په نهايت کې د طالبانو د رژيم پر رسميت پيژندلو او د دې ډلې استازي ته د افغانستان د څوکۍ پر سپارلو بحث شوی وای.

د طالبانو وياند ویلي: « داچې په دې اړوند هيڅ یادونه ونشوه اولاهم دفشار او تحمیل په سیاست ترکیز وشو، څرګندوي چې مغرضې حلقې لاهم زموږ سره په جګړه اخته دي او دملګرو ملتونو سازمان يې هم یرغمل کړی او زموږ پر وړاندې يې کاروي.»

د پرونۍ غونډې پر مهال ډیری ويناوالو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعيت په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې رابرټ ووډ غوښتنه کړې چې د دې شورا غړي دې پر طالبانو فشار راوړي، تر څو د ده په وينا، دا ډله «خپل ويجاړوونکی مسير بدل کړي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ویلي، چې کوم سياستونه د ښځو د محروميت لامل کېږي، د نړيوالې ټولنې لپاره د منلو وړ نه دي او دا د يوې ښځې په توګه د افغانستان پر ښځو د دې بنديزونو اغېزې هره ورځ احساسوي.

د نړۍ يوولسو هيوادونو په يوه ګډه اعلاميه کې له طالبانو غوښتي چې ټول هغه سياستونه او اقدامات دې سمدستي لغوه کړي چې بشري حقونو او اساسي ازاديو ته د ښځو د لاسرسي مخه نيسي.

دا اعلاميه تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تر غونډې وړاندې د افغانستان په اړه د امريکا، جاپان، فرانسې، برېتانيا، البانيا، متحده عربي اماراتو، برازيل، سويس، ايکواډور، مالت او ګابن له لوري خپره شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه