افغان سرې مياشتې ټولنې پکتیا او خوست کې له ۱۵۰۰ کونډو ښځو سره نغدي مرسته وکړه

اطلاعات روز: د افغان سرې مياشتې ټولنې په پکتيا او خوست ولايتونو کې له ۱۵۰۰ کونډو ښځو سره نغدي مرسته کړې.

پکتيا کې د سرې مياشتې ولايتي مسوول ابو احمد وایي، تېره ورځ (یکشنبه، ۲ د تلې) يې د مرکز ګردېز او پنځو نورو ولسواليو له ۱۰۰۰ هغو کونډو ښځو ته د نغدي مرستې لړۍ پېل کړې چې خاوندان يې د جګړو له امله له لاسه ورکړي دي.

د نوموړي په وينا، یادو کورنیو ته ۸,۵ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې وې چې هرې کورنۍ ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

له دې ور هاخوا بيا په خوست کې ۵۰۰ کونډو سره ورته مرسته شوې ده.

هيواد کې د مرستندويه ادارې مشر الیاس ناصري بيا له نورو خيريه بنسټونو غوښتنه کړې چې د خلکو اقتصادي مشکلاتو ته په کتو دې له اړمنو او بې سرپرسته کورنيو سره همکاري وکړي.

هغه زياته کړې چې پکتيا او ور څېرمه ولايتونو کې د تېرو سېلابونو له امله ځايي خلکو ته مالي زيانونه اوښتي او اوس د سرپناه برخه کې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

په همدې حال کې بيا کونډې ښځې دوی ته په ورکړل شوې مرسته خوښي څرګندوي او د دوام غوښتنه يې کوي.

دوی زياتوي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې ماشومان له زده کړو محروم او د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره شاقه کارونو ته مجبوره شوې دي.

سره مياشت هغه ټولنه ده چې له اړمنو سره د نغدي پيسو ترڅنګ د خوراکي توکو، سرپناه، زده کړو او روغتيا برخه کې هم مرستې کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه