د کوکنارو پر کښت بندیز؛ ارزګان کې کروندګرو د انځرو باغونو جوړیدو ته مخه کړې

وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت په ټول هیواد کې د کوکنارو پر کښت، پېر او پلور بندیز ولګاوه ارزګان کې یو شمیر کروندګرو بدیلو کښتونو ته مخه کړه چې دا مهال د ډیری کرونګرو پام د انځرو باغونو جوړیدو ته اوښتی دی.

په دغه ولايت کې ميشت کروندګر وايي، چې انځر ښه حاصل ورکوي قيمتونه يې لوړ او د دوی اقتصادي اړتیاوې پوره کولای شي.

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د «ديک» سيمې يوتن ګروندګر شمس الله وايي، چې په لس جریبه ځمکه د انځرو جوړ شوی باغ یې حاصل ته رسیدلی او هېله مند دی چې کړي مصارف به یې پوره کړي. دی زیاتوي چې نه یوازې ده بلکې دغلته ډیری کروندګرو په خپلو ځمکو د انځرو باغونو جوړ کړي دي.

شمس الله وویل: «د دې انځرو ښې پاکې پیسې دي د نورو حرامو کښتونو په پرتله برکت لري زه د ټولو خلکو څخه دا غواړم چې باید د نورو کښتونو پر ځای د انځرو باغونو ته مخ مه کړي يو من انځر په ۱۶ زره افغانۍ پلورل کيږي.»

ارزګان کې د انځرو د وچولو دودیزه بڼه چې کروندګر یې په ازاده فضا کې وچوي او بیا یې بازار ته وړاندې کوي

يو بل کروندګر کريم الله هم د خپل انځرو له حاصلاتو څخه خوښ ښکاري او په وينا يې چې سږکال په ارزګان ولايت کې په سلګونه کسان د انځرو په کاروبار بوخت دي.

نوموړی زیاتوي: «سږکال ښه انځر شوي دي ښه حاصلات يې ورکړی دی يوازې زه نه بلکې ډير خلک سږکال د انځرو په کاروبار بوخت دي انځر يو قيمتي بوټی دی د بل هر شي په پرتله يې ګټه وټه زياته ده ټول خلک باید په خپلو ځمکو کې د انځرو کرنه وکړي.»

ارزګان کې نه يوازې باغ لرونکي د خپلو بڼونو څخه عايد ترلاسه کوي بلکې ګڼ شمير نور بې روزګاره ځوانان هم دغلته د انځرو د باغونو په ساتلو او د حاصلاتو په راټولولو بوخت دي چې له همدې لارې خپلې ورځنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

فرید احمد چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د انځرو په یوه باغ کې مزدوري کوي وایي، پخوا یې د نشه یې توکو د راټولولو په برخه کې مزدوري کوله چې خواري ډیره او ګټه یې کمه وه.

فرید وویل: «زه د پيسو په مقابل کې دلته کار کوم د مياشتې ۱۰ زره افغانۍ راته راکوي دا ډير ښه کار دی پر خپل کور راته روزانه پیداکېږي موږ ډير خوشحاله يو.»

یو شمیر نور کاریګر بیا وایي، پخوا بې کاره وو، خو اوس چې انځر حاصل ته رسیدلي نو دوی هم ورسره په کار شوي او خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کولای شي. دوی د ځمکه لرونکو خلکو څخه غوښته کوي چې په خپلو ځمکو د انځرو باغونه جوړ کړي ترڅو حاصلات ډیر او ترڅنګ یې بې کاره ځوانان ورسره په کار بوخت شي.

ارزګان کې د انځرو راټول شوي حاصلات

دغه راز ارزګان ولایت کې د طالبانو دکرنې رياست مسوولين وايي، چې د نورو کلونو په پرتله دغلته د انځرو باغونه مخ په زیاتیدو دي، چې ورسره سږکال د انځرو په حاصلاتو ۱۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ارزګان کې د کرنۍ او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول عبدالمنان فاروقي وویل: «سږکال په ارزګان ولايت کې موږ د انځرو ښه حاصلات لرو د تېرکال په پرتله ۱۵ سلنه زياتوالی راغلی، تېرکال زموږ انځر ۲۸۰۷ ټنه و، سږکال ۳۲۲۸ ټنو ته رسیدلي دي.»

په ارزګان ولايت کې داسې مهال د انځرو حاصلات ډیر شوي چې سږکال د هېواد په سویلي ولايتونو کې د ۴.۵ کيلو انځرو قيمت تر ۴۰۰۰ افغانيو پورې رسيږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه