له جنسيتي اپارتايډ سره مبارزه؛ په افغانستان کې د ښځو د وضعيت په اړه په ملګرو ملتونو کې غونډه وشوه

Photo: via Naseer A. Faiq (X)

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د اته اويايمې عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعيت ارزونې لپاره «له جنسيتي اپارتايډ سره د مبارزې» په نوم غونډه جوړه شوې.

دا غونډه چې پرون (جمعه، ۳۱ د وږي) جوړه شوې، د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ په ګډون پکې د هيوادونو استازو او د بشري حقونو فعالانو برخه اخیستې وه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق د افغانستان په اړه د دې غونډې په پېل کې له ټولنې څخه د ښځو او نجونو د سيسټماټيک حذف او د هغوی د اساسي او انساني حقونو د نقض په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي زياته کړې، چې پر ښځو او نجونو د طالبانو بنديزونه به د افغانستان پر ټولې ټولنې پراخې منفي اغيزې ولري.

فايق ويلي، دوه کاله کېږي چې طالبانو افغانستان «يرغمل» کړی او يو ټولنيز بشرپالی، اقتصادي او سياسي کړکېچ يې را پيدا کړی دی.

ده ټينګار کړی، ښځې او نجونې چې د ټولنې نيمه برخه جوړوي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په زياته کچه زيانمنې شوې دي او دا وضعيت تر جنسيتي اپارتايډ کم څه نه دي او د نړيوالې ټولنې مشترک ارزښتونه ګواښي.

د افغانستان د استازولۍ سرپرست زياته کړې، چې د راپور ورکولو نورو ميکانيزمونو ته اړتيا ده، تر څو طالبان د بشريت پر خلاف د بشري حقونو د فاحش نقض په  تړاو ځواب ووايي.

ده همدا راز له افغانستانه دباندې د ښځو په ګډون د پرمختګپالو او ډيموکراټيکو ځواکونو د ملاتړ غوښتنه کړې.

د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ په خپلو خبرو کې ويلي، چې د جمهوريت پر مهال د ښځو اندېښنه د طالبانو بيرته راتګ و، خو اوس مهال تر ټولو لويه وېره د نړيوالې ټولنې له لوري په رسميت پېژندنه يا هم د وضعيت عادي کېدل دي.

ده زياته کړې، د افغانستان ښځې فکر کوي چې پرېښودل شوې دي او فکر کوي چې نړيوالې ټولنې ورسره خيانت کړی دی.

بېنټ همدا راز ويلي، چې د بشري حقونو شورا ته يې په خپلو راپورونو کې جنسيتي ځور او اذيت ته اشاره کړې ده.

د ښځينه حقونو فعالان اوس مهال په افغانستان کې وضعيت جنسيتي اپارتايډ بولي او له نړيوالې ټولنې يې د رسميت پېژندنې غوښتنه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه