اطلاعات روز: د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې د طالبانو مسوولین وایي، وروسته له هغه چې پاکستان د تورخم له لارې په پېژندپاڼو افغان کډوالو ته د راتګ اجازه ورکړې، شاوخوا ۹۰۰ کورنۍ له دغې لارې افغانستان ته راغلې دي.
تورخم ښارګوټي کې د کډوالو د لېږد طالب آمر بخت جمال ګوهر نن (پنجشنبه، ۳۰ د وږي» وویل، چې دغه کورنۍ په تېرو څلورو ورځو کې د تورخم له لارې افغانستان ته راغلې دي.
بخت جمال ګوهر زیاتوي، چې د نړۍ والو همکارو موسېسو په مرسته یې له راغلو کډوالو کورنیو سره د عامه پوهاوي ترڅنګ د درسي توکو، ټرانسپورټ او نغدي مرستې هم کړې دي.
اخوا راغلي کډوال بیا وایي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت یو ځل بیا له افغان کډوالو سره «ظالمانه چلند» ته زور ورکړی، چې له امله یې دوی اړ شوي، خپل هېواد ته را ستانه شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول زیات شوي او هغه کډوال هم نیول کېږي چې د دغه هیواد قانوني اسناد په لاس کې لري.
