د طالبانو د احصائيې او معلوماتو اداره: سږ کال په وطن کې ۴.۳۵ ميليون ټنه غنم توليد شوي دي

اطلاعات روز: د افغانستان د احصائيې او معلوماتو ملي اداره چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې فعاليت کوي‌، وايي چې د ۱۴۰۲ لمريز کال پر مهال په هيواد کې ۴.۳۵ ټنه غنم توليد شوي دي.

دې ادارې نن (چهارشنبه، ۲۹ د وږي) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې دا شميرې يې د «ريموټ سينسينګ» ټيکنالوژۍ او د سپوږمکۍ د انځورونو د تحليل له لارې تر لاسه کړې دي.

دا اداره وايي چې د دې شميرو له مخې سږ کال په هيواد کې د غنمو کښت د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زيات شوی دی.

د دې ادارې په راپور کې راغلي دي چې د روان لمريز کال پر مهال په هيواد کې پر ۲.۰۲ ميليون هيکټاره ځمکه غنم کرل شوي و چې په دې لړ کې پر ۱.۳۴ ميليون هيکټاره اوبيز او پر نوره ۸۶۰ زره هيکټاره ځمکه للمي غنم کرل شوي و.

د دې راپور له مخې، سږ کال هلمند او کندوز تر ټولو زيات او پنجشير، سمنګان او نورستان ولايتونو تر ټولو کم غنم توليد کړي دي.

دا اداره وايي چې تخار او فارياب ولايتونو زيات او ننګرهار او باميان ولايتونو کم للمي غنم توليد کړي دي.

د دې ادارې په راپور کې راغلي دي چې په روان کال کې د اوبيزو غنمو کښت ۴.۴ سلنه او د للمي غنمو کښت ۱۵ سلنه زيات شوی دی.

دې ادارې د غنمو د کښت د زياتوالي لاملونه د کوکنار د کرکيلې کمېدل او پر وخت بارانونه بللي.

د طالبانو د احصائيې او معلوماتو ادارې د هيواد د غنمو اړتيا ۶.۶۲ ميليون ټنه ارزولې او د روان کال د غنمو د توليد کچې ته په پام، لا هم ۲.۲۶ ميليون ټنه غنم کم دي.

دې ادارې ويلي دي چې هلمند، کندوز، فراه، تخار او کندهار ولايتونه خپلې اړتيا ته په پام له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ زره ټنه پوري زيات توليد لري او د هيواد په نورو ولايتونو کې يو شمير يې له ۲۵ څخه تر ۵۰ زره ټنو، ځیني يې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ زره ټنو او ځيني يې تر ۱۰۰ زره ټنو زياتو غنمو ته اړتيا لري.

دا په داسې حال کې چې افغانستان په پرلپسې توګه درېيم کال هم له وچکالۍ سره مخ دی.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) ويلي و چې د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې کرنيز توليدات د وچکالۍ له امله زيانمن شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه