اطلاعات روز: د ۱۲ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د جوړې شوې غونډې په پای کې له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو او ازاديو فاحش نقض دې پای ته ورسوي.
دا غونډه پرون (سېشنبه، ۲۸ د وږي) د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د لوکزامبورګ او «خونديتوب مسووليت» د نړيوال مرکز په کوربتوب جوړه شوې وه.
د دې غونډې په پای کې د البانيا، بلژيک، کابو ورد، کاسټاريکا، کرواسي، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ليختن شټاين، لوکزامبورګ، مالت او هسپانيې د بهرنيو چارو وزيرانو «په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې له سيسټماټيک تبعيض سره د مبارزې» تر عنوان لاندې، ګډه اعلاميه خپره کړه.
دوی د هغه څه په اړه سخته اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې يې د طالبانو له لوري د جنسيتي ځور او اذيت بنسټيز کېدل ګڼلي.
د ۱۲ هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په اعلاميه کې راغلي چې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته د افغانستان ښځې او نجونې د يو لړ فرمانونو له لارې له عمومي ژوند څخه حذف شوې دي.
دوی د ملګرو ملتونو د ښځينه څانګې د راپور په استناد ويلي، چې د تېر کال پر مهال په افغانستان کې له هرو دوو ښځو څخه يوې ښځې فزيکي، جنسي يا هم کورنی تاوتريخوالی تجربه کړی دی.
دې چارواکو د ښځو او نجونو پر رواني روغتيا د دې وضعيت اغېز ويجاړوونکی بللی او ويلي يې دي چې طالبان بايد ځواب ووايي.
د ۱۲ هيوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د ښځو پر کار بنديز او د طالبانو ټول هغه اقدامات چې بشري حقونه او د ښځو او نجونو ازادۍ نقضوي، غندلي دي.
د دوی په وينا، د ښځو پر خلاف د طالبانو بنديزونه سيسټماټیک تبعيض دی او د بشري مرستو او بنسټيزو خدماتو په وړاندې کولو اغېز کوي.
د دې هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په اعلاميه کې راغلي: «د افغانستان له ټولنې څخه د ښځو د حذف لپاره د طالبانو اقدامات په ټوله نړۍ کې بې بېلګې دي او شونې ده چې په جنسيتي ځور او اذيت او د بشر پر خلاف په جنايت تبديل شي.»
دوی له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې د بشري حقونو او ازاديو فاحش نقض پای ته ورسوي او ښځو او نجونو ته دې د زده کړې او کار په ګډون حقونو او ازاديو ته ازاد او برابر لاسرسی ورکړي.
د ۱۲ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې راغلي چې په افغانستان کې د پايداره سولې، ثبات او ودې د تضمين لپاره د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي ډلو په ګډون د افغانستان د ټولو وګړو په ګډون يوه پراخه سياسي پروسه اړينه ده.
