اطلاعات روز: پکتيکا کې ځايي سرچينې وايي، چې د دې ولایت د ارګون-سروضې ولسوالۍ ترمنځ پر لويه لاره وسله والو غلو يو ځوان په ډزو وژلی او موټر یې ترې وړی دی.
سرچينې وایي، چې پېښه نن (سې شنبه، ۲۸ د وږي) سهار هغه مهال رامنځته شوې کله چې دغه ځوان له ارګون ولسوالۍ څخه د مرکز ښرنې پر لور روان و او لاره کې له وسله والو غلو سره تر مخ کېدو وروسته په ډزو وژل شوی او کرولا ډوله موټر ترې بیول شوی دی.
تر اوسه د ياد وژل شوي ځوان هويت او دا چې د کومې سيمې اوسېدونکی دی معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو امنيتي مسوولينو څه ويلي دي.
پکتيکا کې د غلاوو پېښو ډېرېدو خلک اندیښمن کړي او د طالبانو له امنيتي ادارو يې د مخنيوي غوښتنه کوي، خو طالبانو بيا د امنيتي، جنايي او غلا پېښو د مخنيوي برخه کې د لاسته راوړنو خبر ورکوي.
