اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د طالب پولیسو په خطا ډزو کې یو ملکي کس وژل شوی او دوه طالبان ټپیان دي.
سرچینه وايي، یاده پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۲۷ د وږي) له ماښام وروسته د جلال آباد ښار اوومې ناحیې په بګرامیو سیمه کې را منځته شوې.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه هغه مهال را منځته شوه، چې د طالبانو د استخباراتو کسانو په شخصي لباس کې خلک تعقیبول او د سیمې خلکو طالب پولیسو ته خبر ورکړی، چې په سیمه کې غله را وتلي.
سرچینه زیاتوي، چې طالب سرتېرو پر استخباراتي کسانو د غلو ګومان کړی وو او له راتګ سره سم یې پر سړک ولاړو کسانو ډزې کړي، چې له امله یې د طالبانو د استخباراتو دوه غړي ټپیان او یو ملکي کس وژل شوی دی.
تر اوسه د یادې پېښې په تړاو ننګرهار کې د طالبانو امنیتي او ولایتي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ځايي خلک دغه راز وایي، چې ډېر کله له ماښام وروسته په بګرامیو سیمه کې وسله وال غله را وځي او د وسلو په زور خلک لوټوي.
خلک وایي، طالبانو د دغو امنیتي اندېښنو د مخنیوي په موخه کومه ځانګړې پاملرنه نه ده کړې، چې له امله یې د خلکو ژوند تریخ شوی دی.
