د کابل پر هوايي ډګر د بريد بیا ځلې ارزونه؛ پینټاګون له ۲۲ امريکايي سرتېرو سره د مرکې امر وکړ

Photo: AP

اطلاعات روز: د امريکا د پوځ مرکزي قومندانۍ له هغو ۲۲ امريکايي سرتېرو سره د مرکې کولو امر کړی چې د کابل پر هوايي ډګر کې د ځانمرګي بريد پر مهال موجود وو.

د آسوشيټيډ پريس له راپور سره سم، دا مرکې د هغه سرتېري د څرګندونو له کبله کېږي چې د کابل د هوايي ډګر په چاودنه کې ژوبل شوی و او ويلي يې و، چې له ده سره هيڅکله د دې بريد په  اړه مرکه نه ده شوې.

دې سرتېري زياته کړې چې شونې وه او کولای يې شول چې د دې بريدګرو مخه ونيسي.

د مرکو موخه داده چې معلومه کړي کوم افراد په لومړيو څېړنو کې نه وو، نوي او متفاوت معلومات لري او که نه.

اسوشيټيډ پريس ليکلي، چې مرکې ښايي د ګانګرس د منتقدینو له لوري چې تر ډېره به جمهوري غوښتونکي وي، پر دې اساس ترسره کېږي چې دولت نه يوازې د وتلو بهير په ناسم ډول مديريت کړی بلکې د بريد په اړه يې ګډ-وډې څېړنې کړې دي.

د وژل شويو او ژوبل شويو يو شمېر کورنۍ هم شکايت کوي چې پينټاګون د هغې چاودنې په اړه په کافي اندازه شفافيت نه شي ورکولای چې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امريکايي سرتېري پکې ووژل شول.

د ۲۰۲۱ کال په نوامبر مياشت کې د متحده ايالاتو د مرکزي قومندانۍ د څېړنو پايلې دا شوې چې د کابل د هوايي ډګر په «ابي دروازه» کې افغان وګړو د تېښتې په موخه بيروبار جوړ کړی و، چې امنيتي وضعيت ورسره خراب شوی او له همدې کبله په تکتيکي کچه د دې بريد مخه نشوای نيول کېدلای.

دا بريد دوه کاله وړاندې د اګست مياشتې پر ۲۶مه نېټه د امريکايي او ناټو ځواکونو او له خطر سره د مخ افغانانو د تخليې په عملياتو کې وشو چې مسووليت يې داعش ډلې ومانه.

يو څه وخت وړاندې د کابل پر هوايي ډګر د بريد د کليزې پوره کېدو پر مهال د امريکا له فلوريډا ايالت څخه جمهوري غوښتونکي استازي کوري ميلز اعلان وکړ چې د دې هيواد د دفاع وزير لوويډ آسټين د استيضاح په اړه يې طرحه د متحده ايالاتو کانګرس ته لېږلې ده.

ښاغلي ميلز د امريکا دفاع وزير د دندې په ترسره کولو کې په «څرګنده نيمګړتيا» تورن کړی و.

د امريکا د کانګرس يوه بل استازي لورين بوبرټ هم پر ايکس خواله رسنۍ ليکلي، چې د دې هيواد د دفاع د وزير د استيضاح طرحې ملاتړ کوي.

ده زياته کړې: «باید له افغانستانه د شرموونکې وتنې په اړه ځواب ويونکی موجود وي چیرته چې سلګونو کسان او ۱۳ امريکايي سرتېري ووژل شول.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه