اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د عزیزالله په نوم د یوه ځايي اوسېدونکي د کور د خونې چت پرېوتی، چې له امله یې یوه کوچنۍ نجلۍ مړه او ۵ تنه نور ژوبل شوي دي.
د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایي، دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، ۲۴ د وږي) د بادپښ ولسوالۍ په «اندروړ» سیمه کې را منځته شوې.
یونس یوسفزی زیاتوي، چې د پېښې ټپیان د بادپښ ولسوالۍ ځايي روغتون ته رسول شوي او روغتیايي وضعیت یې هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
نوموړي نه دي ویلي، چې د دغه کور د خونې چت د څه له امله پرېوتی، خو ډېری داسې پېښې د باران، طوفان او د پخوانیو زړو کورونو د شتون له امله را منځته کېږي.
تر دې وړاندې هم د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کۍ د کور چت پرېوتی و، چې له امله یې د یوې کورنۍ نږدې ټول غړي مړه او ژوبل شوي وو.
