د امريکا د پوځ لوی درستيز: له افغانستانه وتل زما له غوښتنې سره سم نه و

Photo: Nathan Luna/ABC News

اطلاعات روز: د امريکا د پوځ لوی درستيز مارک ميلي ويلي، چې دې هيواد د افغانستان په جګړه کې «ماتې خوړلې» وه او له دې هيواده پر شاتګ هم په هغه ډول ونشو چې ده غوښتل.

ميلي چې د سپټمبر مياشتې په پای کې تقاعد کېږي، له بي بي سره په مرکه کې ویلي: «څه ډول چې مې غوښتل، هغسې ونشول. هيڅ هم په هغه ډول پای ته ونه رسېدل چې موږ غوښتل.»

نوموړي د طالبانو په لاس د کابل سقوط پر شاتګ او ستراتېژيکه ماتې ګڼلې.

ميلي ويلي: «دا هغه څه دي چې زه يې په ډاګه بيانوم. په هيڅ ډول هم نشئ کولای چې دا يوه ستراتېژيکه بريا وګڼئ.»

له دې سره-سره، ميلي د تخليې عمليات «يو حيرانوونکی لوجستيکي شاهکار» بللی دی.

ميلي په دې مرکه کې ويلي، چې امريکا «د جنګ د پراخ مفهوم له مخې ماتې خوړلې ده».

ده زياته کړې: «موږ تر ۲۰ کاله زيات له طالبانو او متحدينو سره يې وجنګېدو او دوی په زياتو دلايلو په هغه پلازمېنه (کابل) کې بريالي شول چې موږ نن د ورتګ فرصت نه لرو. خو باور لرم چې د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته زموږ ډېريو زياتې پښيمانۍ ومنلې.»

نور امريکايي چارواکي لکه د دې هيواد د دفاع او بهرنيو چارو وزيران لوډ آسټين او انټوني بلينکن اوس هم له افغانستانه د امريکا د وتلو دفاع کوي او دا يوه سمه پرېکړه بولي.

د امريکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) پخواني قومندان جنرال فرانک مکنزي هم په خپله مرکه کې ويلي، چې تاريخ به له افغانستانه د دې هيواد د نظامي ځواکونو وتل «مرګونې تېروتنه» وبولي.

ده ويلي: «زه [د  امريکا د حضور] د پای ته رسېدو پر څرنګوالي پېښېمانه يم. د وتلو د لومړي تصميم په اړه چې فکر کوم، يوه تېروتنه وه او پرې پېښمانه يم.»

جنرال مکنزي په دې مرکه کې ویلي، چې دی اوس هم فکر کوي چې متحده ايالات بايد په افغانستان کې ځواکونه ولري او د سنټکام د اسوني قومندان ادعا چې داعش کولای شي له افغانستان څخه د امريکا پر ګټو بريد وکړي، تاييدوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه