لوګر کې د برېښنايي ازموينو مرکز پرانیستل شو

اطلاعات روز: لوګر ولايت کې د اليکترونيکي ازموينو مرکز پرانيستل شو، چې د مسولينو په خبره د ازموينو د روڼتيا په برخه کې اساسي رول لري.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د دارالانشا رييس احمدضيا عبدالرحيمزی وايي چې د دې مرکز پر جوړېدو ۸ ميليونه افغانۍ لګښت راغلي، چې د يادې ادارې له بوديجې ورکړل شوې دي.

عبدالرحيمزي وويل چې په دې مرکز کې ۳۰ کمپيوټرونه، ۱۱۰ کيلو واټه جنراتور، ۱۲ ام بي متواتر انټرنېټ، انځوريز تليفوني اسانتيا، د کنټرول خونې سيسټم او ځينې نورې اسانتياوې شاملې دي.

نوموړي زياته کړه چې دا ځای به د لوګر خلکو ته د خدماتونو وړاندې کولو ښه مرکز وي او دوی هڅه کوي چې په لاس کې شته ټولې اسانتياوې خلکو ته ورکړي.

احمدضيا عبدالرحيمزي وويل: «دا په هېواد کې د اليکترونيکي ازموينو ۱۱م مرکز دی، لس مو مخکې جوړ کړي او دا لړۍ به دوام ولري. د افغانستان اسلامي جمهوريت خپلو خلکو ته د اسانتياوو او پرمختګونو د فرصتونو برابروونکی دی او موږ به په پوره ژمنتيا مخکې ځو.»

د لوګر والي عبدالقيوم رحيمي د دې مرکز پرانيستل مهم بولي او ټينګار کوي چې له دې سره به د ازموينو د شفافيت په برخه کې شته ستونزې له منځه يوسي.

رحيمي په دې ولايت کې د اسان خدمت او ځينو نورو اړينو ادارو د خدمتونو پيل پر پيل هم ټينګار وکړ او له مرکزي مسولينو يې په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه: «پر کارونو د مستحقو کسانو ګمارنه هم اړتيا ده او هم د هغو کسانو حق دی، د داسې مهمو مرکزونو په پرانيستل کېدو به نور داسې مشکل نه وي چې د چا حق پايمال شي. له هغو ادارو زما جدي غوښتنه دا ده چې لوګر ته پام وکړي او سهم ورکړي، چې تر اوسه دلته فعاليت نلري.»

د لوګر اوسېدونکي د دې مرکز په پرانيستل کېدو خوښ دي او وايي چې د پروسو په ډيجيټل کېدو يې روڼتيا تر ډېره تضمينيږي او د ټولو هغو پروسو برېښنايي کول ګټور بولي، چې ستونزې پکې موجودې دي.

د پُل علم اوسېدونکی جان محمد لېوال وايي چې په ازموينو کې ستونزې زياتې دي او ډېر وخت د پيسو، واسطو، جعل او له نورو لارو نامستحق کسان بريالي او وړ کسان پاتې کېدل.

لېوال وويل: «ډېر داسې تکړه کسان و، چې څوک به يې نه لرل، اصلا يې په امتحان يې ګډون هم نه کاوه، ويل يې هسې هم نه کاميابيږي، ټوله پيسه او واسطه ده، مطلب دومره زړه ماتي شوي و. د دې مرکز په پرانيستل کېدو مړاوې هيلې بېرته راژوندۍ شوې.»

د قراردادونو د ورکړې، د شرکتونو د چارو روڼتيا او د ځينو دولتي او ډېری ودانيزو چارو د پروسو روڼتيا نورې هغه غوښتنې دي، چې خلک پرې ټينګار کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه