کندهار کې د وچې ميوې سوداګر: سږکال ممیز ډير خو بيې يې ټيټې دي

کندهار کې د وچې مېوې سوداګر وایي، سږکال په دغه ولایت کې د انګورو د ښه حاصل له امله په بازارونو کې ممیز یا کشمش ډیر شوي، خو زیاتوي چې سږکال نړیوالو بازارونو ته د نه رسیدو له امله یې په بیو کې ټیټوالی راغلی دی.

دغلته د وچې مېوې يو تن سوداګر اسدالله وايي، چې سږکال د کشمشو بيې رالوېدلي او د تېرو کلونو په پرتله ښه بازار نه لري. نوموړی د واکمن حکومت غواړي چې نړیوالو بازارونو ته د ممیزو په صادرولو کې ورسره مرسته وکړي.

اسدالله وویل: «کشمش خو سږکال ډير سره لوېدلي دي، موږ ګران رانيولي مګر اوس په هغه نرخ نه راته خرڅېږي، اوس مثال موږ پخوا يو من په ۸۰۰ يا ۹۰۰ افغانۍ خرڅول مګر اوس يې من په ۵۰۰، ۵۵۰ او ۴۵۰ افغانۍ هغه ښه کشمش خرڅوو، علت يې دادی چې په ګمرک کې ډير پراته دي، نه خرڅېږي او نړيوال يې نه غواړي.»

وچې ميوې دغه سوداګر زیاتوي، چې د ورځې ورڅخه ۳۰ زره افغانۍ د کاريګرو پر معاشونو ځي او په لکونو افغانيو يې د انګورو باغونه اجاره کړي، خو په خبره يې چې اوس خپل سر هم نه پوره کوي.

یو بل سوداګر محمد داوود بیا د طالبانو له حکومت غواړي چې سوداګرو ته داسې زمينه برابره کړي ترڅو د کندهار او نورو ولايتونو مميز تر نړيوالو بازارونو ورسوي او هلته یې په ښه بیه وپلوري.

محمد داوود وويل: «حاصلات يې ډير دي برکت يې کړی، مګر نرخ بيخي نه لري، ډير ښکته دی په ۳۰۰ او په ۳۵۰ افغانۍ دا ښه ښه کشمشان دي ورکوو يې وروره، هيڅ مو سر نه پرې خلاصېږي، د دا کالدارې او افغانۍ پر برابر هم ښکته او لوړ کېږي، تکليف او مشکل یې دلته بيخي ډير دی مګر نرخ نه لري.»

دی وایي، سږکال ډير شمېر سوداګرو او باغ‌ لرونکو له دې امله هم اقتصادي ضربه لیدلې چې ټولې معاملې یې په پاکستانۍ کالدارو ترسره کړي او دغه کرنسۍ ورځ تر بلې د ښکته کیدو خواته روانه ده.

کندهار کې د یوه بڼوال کشمش خونه

همدا راز کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، تېرکال له دې ولايت څخه بهر ته څه باندې ۴ زره ټنه مميز صادر شوي چې په خبره یې ډير صادرات یې هندوستان هیواد ته کړي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بنا وايي، تېرکال يې د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت نږدې ۴ زره او ۷ ټنه مميز بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي.

د ده په خبره: «سږکال چون د وچې مېوې د صادراتو ابتدا ده او کشمش تر يو اندازې پوري وچ شوي، نو له دې وروسته به يې د صادراتو اندازه معلومېږي، خو حاصلات يې زيات اټکل شوي.»

نوموړی د ممیزو د بیو د ټیټوالي لامل د افغانۍ پر وړاندې د پاکستانۍ کالدارې بې ارزښته کیدل او په دغه کرنسۍ د معاملو ترسره کول یادوي.

په کندهار کې د انګورو بېلابېل ډولونه شته لکه اوڅار، شونډوخاني، سره کشمش، قلمه، سره لالا، لالا یک دانه، حسیني، ایته او داسې نور.

د کندهار دامان، ژیړۍ، پنجوایي، معروف، شاه‌ولي‌کوټ، ‌‌‌‌‌‌ډنډ او ارغستان هغه ولسوالۍ دي، چې د انګور ډېر بڼونه په کې جوړې شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه