اطلاعات روز: د «نړيوال زيان د کمښت» (ايچ آر آی) په نوم يوه غير دولتي سازمان د يوه راپور په خپرولو سره ويلي دي چې امريکا او اروپا د ۲۰۲۱ کال پر مهال پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له نشيي توکو سره د مبارزې د سياستونو په لړ کې له دې ډلې سره مالي مرستې کړې دي تر څو له نشيي توکو سره د مبارزې په موخه پوليس وروزي.
ګارډين ورځپاڼې د دې بنسټ د راپور په استناد ليکلي چې د ۲۰۲۱ کال پر مهال له نشيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ ۹۲ هيوادونو له امريکا او اروپايي اتحاديې مالي مرستې تر لاسه کړې دي.
د دې راپور له مخې، له دې هيوادونو څخه يو يې هم افغانستان دی چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته يې له نشيي توکو سره د مبارزې په موخه د پوليسو د روزنې لپاره مالي مرسته لاس ته راوړې.
په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال پر مهال امريکا او اروپايي اتحاديې د نشيي توکو د کنټرولوونکو سياستونو او برنامو پر ځای تر ډېره حده له بشرپالو برنامو سره مرسته کړې لکه په ښوونځيو کې د ماشومانو تغذيه يا هم د کارګرو حقونه.
د دې راپور شميرې ښيي چې د ۲۰۲۱ ميلادي کال پر مهال امريکا او اروپايي اتحاديې د نړۍ په کچه د نشيي توکو د کنټرولوونکو سياستونو د ملاتړ په موخه ۳۲۳ ميليون ډالر لګولي او يوازي ۱۹۸ ميليون ډالر يې په ښوونځيو کې د ماشومانو د تغذيې او يا هم د کارګرو د حقونو په برخه کې مصرف کړي دي.
د «نړيوال زيان د کمښت» بنسټ د اقتصادي او پرمختيايي همکارۍ د سازمان (او اي سي ډي) د ډېټا له تحليل څخه موندلې چې د تېري يوې لسيزې پر مهال د نړۍ له هيوادونو سره د نشيي توکو د کنټرولوونکو سياستونو د ملاتړ په برخه کې شاوخوا يو ميليارد ډالره مرسته شوې چې په دې ډېری هيوادونو کې بشري حقونه نقض شوي دي.
د دې بنسټ د راپور له مخې، د امريکا اوسني ولسمشر جوبايډن د نشيي توکو د مهار لپاره مرستې چې د ۲۰۲۰ کال پر مهال ۳۱ ميليون ډالره وې په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې ۳۰۹ ميليون ډالرو ته زياتې کړې دي او له دې پيسو څخه يو برخه يې په ويټنام او هندوراس هيوادونو کې له نشيي توکو سره د مبارزې لپاره د پوليسو او ځانګړي ځواک پر روزنه لګول شوې دي چې په خپلسرو نيونو او وژنو تورن دي.
دې بنسټ له هيوادونو غوښتي چې د نشيي توکو د کنټرول تنبيهي سياستونه دي په مالي کچه نه تأمينوي او دا ډول مرسته دې مالي ملاتړ نه ګڼي.
د روان ميلادي کال پر مهال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولټر ترک هم د «نشيي توکو پر خلاف د جنګ» د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه او ويلي يې و چې په دې برخه کې ترسره شويو برنامو د نشيي توکو توليد نه دی کم کړی بلکې د دولتي چارواکو د خپلسرو نيونو او وژنو لامل شوې دي.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته ادعا کړې ده چې د نشيي توکو کښت او توليد يې په پام وړ کچه کم کړی دی.
خو له نشيي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په تازه راپور کې ويلي چې د طالبانو له لوري د تارياکو پر کښت تر بنديز وروسته په افغانستان کې د مفتامين قاچاق په چټکۍ وده کوي.
