اطلاعات روز: لوګر ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د بادامو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.
د دغه ولایت طالب مسوولین د حاصلاتو د زیاتوالي لامل د اوبو ډېروالی، بڼوالو ته مسلکي روزنه او د وسایلو ورکړه بولي.
دوی وايي، د تر لاسه شویو حاصلاتو له امله نه یوازې د بڼوالو اقتصادي ستونزې هواریږي بلکې د خرڅلاو لپاره به نورو ولایتونو ته هم ولېږدول شي.
په ورته مهال بیا بڼوال هم له سږنیو حاصلاتو خوښ دي، خو وايي که دوی ته اړونده ادارې د بادامو ښه تخمونه او د خرڅلاو لپاره یې مناسب بازار برابر کړي، نو حاصلاتو کې به لا ښه والی راشي.
دوی زیاتوي چې په نورو کلونو کې د بادامو تربیه نه کېده او له همدې وجې به یې حاصلات کم او په خورا ټیټه بیه به یې بازار ته وړاندې کول.
لوګر کې د مرکز پل عالم ترڅنګ په محمد اغې، خوښۍ، څرخ او ځینو نورو ولسوالیو کې د نورو میوه لرونکو ونو سربېره په پراخه کچه د بادامو باغونه هم جوړ شوي چې بڼوال ترې په خپل وخت د پام وړ حاصلات تر لاسه کوي.
د یادونې ده، چې د نورو کلونو په نسبت واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نورو هیوادونو ته د وچې مېوې صادارت کم شوي خو بیا یې هم په کور دننه نرخونه نه دي راښکته شوي.
