د بشر حقونو څار: د نجونو او ښځو پر خلاف د طالبانو اقدامات بشري جنايت دی

Photo: Ebrahim Noroozi/AP

اطلاعات روز: د بشر حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په څلور پنځوسمه غونډه کې ويلي، چې د ښځو او نجونو په تړاو د طالبانو ځينې اقدامات د جنسيتي ځور او اذيت له کبله بشري جنايت دی.

نوموړې په خپله اعلاميه کې ويلي، چې طالبانو له تېرو دوو کلونو راهيسې په پراخه او سيسټماټيکه توګه د ښځو او نجونو حقونه تروړلي او هغوی يې له عمومي ژوند څخه حذف کړې دي.

عباسي زياته کړې، چې طالبان د ښځو د حقونو فعالان په خپلسرې توګه نيسي او شکنجه کوي يې.

د دې په خبره: «د بشر حقونو څار په دې باور دی چې ځينې ناوړه ګټه اخيستنې د جنسيتي ځور او اذيت له وجې د بشريت پر خلاف جنايت دی.»

فرشتې عباسي همدا راز ويلي، چې طالبانو رسنۍ له منځه وړي او ورځپاڼه ليکونکي او نور نیوکه کوونکي يې په خپلسرې توګه نيولي او شکنجه کړي دي. د دې په وينا، طالبانو ځينې همجنس پالي، د دولت کارمندان او پخواني امنيتي غړي په غير قانوني توګه اعدام کړي دي.

دې زياته کړې چې افغانستان په نړۍ کې په بدترين بشري کړکېچ بدل شوی او دوه پر درېيمه برخه وګړي يې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. د عباسي په وينا، طالبان د وضعيت د بدتر کېدلو مسوول دي.

د بشر حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان د چارو شنونکې ټينګار کړی چې د بشري حقونو شورا بايد «د شديدو بين المللي جناياتو د اوږود مهالي مصونيت د پای ته رسولو لپاره زيات اقدامات وکړي.»

دې د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي کار مهم بللی او د هغه د ماموريت د غزېدو غوښتنه يې کړې ده.

همدا راز عباسي ټينګار کړی چې د بشري حقونو شورا بايد د بين المللي جناياتو په تړاو د ځواب غوښتنې لپاره يو ځانګړی، خپلواک او بې پرې ميکانيزم جوړ کړي.

دې ويلي: «د ښځو او نجونو د حقونو د دفاع لپاره بايد زيات کار وشي. د ۲۰۲۳ جون پر مهال د ځانګړي راپورچي او د ښځو او نجونو پر خلاف د تبعيض په اړه د کاري ډلې مشترک راپور يو مهم ګام و، خو دا شورا بايد خپلې سپارښتنې په بشپړه توګه اجرا کړي.»

د دې په وينا، په افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ ويجاړوونکی او پر سختېدو دی او بېړنيو اقداماتو ته اړتيا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د څلور پنځوسمې غونډې پرون لومړۍ ورځ وه چې محوري موضوع يې افغانستان وه.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ هم خبرې وکړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه