ارزګان کې خلک شکایت کوي چې دغلته د تېرو کلونو په پرتله سږکال وچکالي زیاته شوې چې له کبله یې د ځمکې لاندې اوبو کچه څو برابره ښکه شوې او دوی نه شي کولای په اسانۍ د څښاک پاکې اوبه پیدا کړي.
ګل اغا چې د ارزګان د مرکز ترينکوټ اړوند د خيرو کاريز اوسيدونکی دی وايي، چې د دوی په سيمه کې خلک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او اړ دي چې د څښاک اوبو ترلاسه کولو لپاره څو کيلو مټره پلي مزل وکړي.
نوموړی زیاتوي هغه اوبه چې دوی ترې ګټه پورته کوي د څښاک وړ نه دي او د طالبانو له حکومته غواړي چې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه دې ورته برابره کړي.
ګل اغا وویل:«زموږ په سيمه کې سږکال د اوبو بيخي نيستي ده يو څاڅکی اوبه دلته نه پیداکيږي دغه ټول کلي ګرځي ترڅو يو ځای د اوبو برمه يا څاه پیدا کړي او اوبه ورڅخه راوړي موږ يو ځانګړی کس دی ته معلوم کړی چې د کور لپاره اوبه پوره کړي.»
نه يوازې د خيرو کاريز خلک د اوبو له نشتون شکایت کوي بلکې د ارزګان په ډیرو نورو سیمو او ولسوالیو کې هم اوبو ته لاسرسی سخت شوی او خلک دا مهال له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
محمدابراهيم د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ د «ده مانده» سيمې اوسيدونکی دی، نوموړی وایي، په سیمه کې یې د اوبو اندازه زیاته ښکته شوې او خلک هڅه کوي چې د ژورو څاه ګانو په کیندلو سره د څښاک لپاره یوه اندازه اوبه پیدا کړي.
ابراهیم وویل: «زموږ په سيمه کې هيڅ اوبه نشته ټول خلک په دې فکر کوي چې څه ډول د څښاک اوبه پیدا کړي پر هيڅ ځمکه کرنه نه ده شوي.»
د همدې ولسوالۍ يو تن کروندګر محمدسليم وایي، چې د وچکالۍ له امله ډيری هغه ځمکې چې تېر کلونه کښت شوې وې سږکال همداسې وچې پاتې دي او ترڅنګ یې باغونه هم د وچیدو له ګواښ سره مخ دي.
هغه وویل: «زموږ په سيمه کې ټول باغونه له منځه ولاړل ځکه اوبه نشته خلک د څښاک اوبه نه شي پیداکولای کله چې يوه برمه ووهو څه وخت چې تېر شي بیا هغه برمه وچه شي بیا بله برمه وهو.»

ارزګان کې د اوبو د برخې پوهان بیا وایي، چې د خلکو د بې احتاطۍ او کمو ورښتونو له امله سږکال د اوبو کچه ۱۵ متره ښکته شوې.
د اوبو د برخې یو تن کارپوه انجينر ولي محمد حقپال وايي، که اوبه په سم ډول مديريت نه شي لېرې نه ده چې راتلونکي کلونو کې به د وچکالۍ يوه خطرناکه څپه راشي. نوموړی زیاتوي، چې عام خلکو او حکومت ته پکار ده د اوبو کنټرول لپاره بېلابېلې طرحې پر لار واچوي.
حقپال وويل:«حکومت او خلکو ته په کار ده چې د بيځايه اوبو مخه ونيسي باید واړه او لوی چيک ډيمونه جوړ شي ترڅو د اوبو سطحه لوړه شي.»
دغه راز ارزګان ولايت کې د طالبانو ځايي مسوولين هم د اوبو کمښت يوه لویه ستونزه بولي او زياتوي چې دوی یادې ستونزې د حل پر لارو چارو فکر کوي.
د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو والي مولوي محمدعلي جان احمد وايي، چې غواړي د لويو بندونو په جوړيدو سره دغلته د اوبو ستونزه حل کړي.
نوموړي وویل: «دا زموږ دولس لپاره ډيره لويه ستونزه ده په هره ځای د ولايت کې چې د اوبو د ذخيره کولو او بند جوړولو امکان وي موږ به هلته د اوبو بندونه جوړ کړو ترڅو د سيلابونو او بارانونو اوبه هلته ذخيره شي او بیا په تدریجي ډول دغه اوبه خلکو ته راشي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د مرسته کوونکو بنسټونو د کمې بودیجې له امله به په افغانستان کې ۶.۳ ميليونه وګړي پاکو اوبو ته لاسرسی ونه لري.
دې بنسټ زیاته کړې، چې ۴.۳ ميليونه وګړي به روغتيايي تشناب، درې نيم ميليونه وګړي به د فضولاتو د خوندي پټولو لپاره خدماتو، دوه ميليونه نور وګړي به اوبو، روغتيايي او د حفظ الصحې خدماتو ته لاسرسی ونه لري.
