اطلاعات روز: ننګرهار کې د کانال ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وایي، چې د خوړو نړۍوال سازمان په جلال آباد ښار کې د خوراکي توکو او غلو دانو د ساتنې په موخه ۲۸ ګودامونه جوړوي.
د ننګرهار کانال ریاست طالب ویاند همایون غریبمل نن (دوشنبه ۲۰ د وږي) وویل، دغه ګودامونه د جلال آباد ښار په هډې فارم کې په ۱۵ جریبه ځمکه جوړېږي.
غریبمل زیاتوي، د یادو ګودامونو هر جریب ځمکه د خوړو نړۍ وال سازمان ته د کال په یو نیم مېلیون افغانۍ اجاره ورکړل شوې، چې د ختیځ زون لپاره به پکې غنم، جوار، اوړه او نور خوراکي توکي ساتل کېږي.
نوموړي نه دي ویلي، چې پر یادو ګودامونو څومره لګښت راځي.
هغه وویل، کانال ریاست سره د خوړو نړۍوال سازمان له قرارداد پوره کېدو وروسته به دغه ګودامونه کانال ریاست ته د ګټې اخېستنې په موخه روغ جوړ سپارل کېږي.
د ننګرهار کانال په دغه ولایت کې په زیاته کچه ځمکې لري او له کورنیو جګړو وړاندې پرې کارخونې، د مالدارۍ فارمونه، باغونه او نور ګڼ تاسیسات جوړ شوي وو، چې د کورنیو جګړو پرمهال وېجاړ شول او زرګونه کسان یې د بېکارۍ په ټغر کېنول.
خلک غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت او نړۍوالې مرستندویه ادارې دې د ننګرهار کانال پخواني برم ژوندي کولو په موخه چټک ګامونه واخلي.
