لوګر کې نږدې زر ښوونکو ته د استوګنې نومرې ووېشل شوې

اطلاعات روز: په لوګر ولايت کې ښوونکو ته د استوګنې او کور جوړولو لپاره په دويم پړاو کې ۲۴۷ تنه نارينه او ښځينه ښوونکو ته نومرې ورکړل شوې.

دوی ته دا نومرې د مرکز پُل علم اړوند په ښوونکو ښارګوټي کې وېشل شوې دي، چې د مسولينو په خبره له ۷۵۱ څخه تر ۹۹۷ شمېرو پورې دي.

تر دې مخکې ښوونکو ته په دې ښارګوټي کې ۷۵۰ د کور جوړولو نومرې وېشل شوې دي.

د پوهنې رياست چارواکي وايي چې ښوونکو ته د کور جوړولو لپاره ورکول کېدونکې نومرې د پچه اچونې له لارې ورکول کيږي.

د ياد رياست مشر سيدعزيزاحمد هاشمي وايي د ښوونکو دا ښارګوټی په ۳۵۰ جريبه ځمکه کې جوړ شوی، چې ټولې ۹۹۷ نومرې لري.

هاشمي له ښوونکو وغوښتل چې په ورکړل شويو نومرو کې ژر تر ژره د کور جوړولو رغنيزې چارې پيل کړي.

نوموړي اطلاعات روز ته وويل: «راتلونکي کې به د څرخ، ارزې او خروار ولسواليو ښوونکو ته هم د ښارګوټي جوړولو چارې پيل شي.»

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ وايي چې د ښوونکو د ياد ښارګوټي نقشه په ټولو معيارونو برابره ده او جوماتونه، مدرسه، ښوونځي، کلينيکونه، وړکتونونه، اطفايه، سوداګريزې، تفريحي او شنې او ځينې نورې ساحې پکې ډيزاين شوې دي.

لونګ وويل چې امکاناتو ته په کتو به ځينې نور اړين ښارګوټي هم ډيزاين او د شته هغو د سړکونو اساسي رغولو او ځينې نورې چارې به تر سره شي.

ښوونکي د نومرو په ورکولو خوښ دي او وايي چې معلمانو ته دې د هغوی له لوړ معنوي مقام سره سم حقوق او امتيازات ورکړل شي.

د مرکز پُل علم يوه ښوونکې حامده لطف وايي چې ښوونکی د هېواد د نسلونو روزونکی دی او لازمه ده چې ژوند، ژواک ته يې لازم پام وشي.

لطف وويل: «معلم د شاګرد د ښه روزلو لپاره شپه او ورځ خواري او فکر کوي، خو معاش يې دومره کم دی چې د کور مصارف يې نه پوره کوي، نو څنګه به وکولی شي چې په ارام خاطر ښه امادګي ولري او ښه درس ورکړي. معلم د جامعې اساس جوړوي او بايد اساسي توجه ورته وشي.»

د محمداغې ولسوالي استوګن ښوونکی شهباز شمس وايي چې ټولو ښوونکو ته دې د استوګنې لپاره نومرې ورکړل شي او په خبره يې ښه دا ده چې د سيمو د پراختيا او پرمختيا لپاره په ځينو ولسواليو کې هم ښارګوټي جوړ شي.

شمس وويل: «د ولسواليو ښوونکي خو ټول مرکز ته نشي راتلی، نه يې معاش دومره دی چې کور جوړ کړي او تګ، راتګ ورته شروع کړي او نه ټول خپله سيمه پرېښودلی شي. ښه دا ده چې په ولسواليو کې شهرکونه جوړ شي، هم به معلمان هلته په اسودګي ژوند او درس ورکړي او هم به ډېر پرمختګ وشي.»

یاده دې وي چې د پوهنې وزارت لخوا تر دې مخکې هم د محمداغې، خوښۍ او بره کي برک ولسواليو ۱۵۶۵ ښوونکو ته په پُل علم کې د استوګنې نومرې ورکړل شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه