اطلاعات روز: وروسته له هغه چې تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې له امله د تورخم دروازه د هر ډول تګ-راتګ پر وړاندې وتړل شوه، افغان سوداګرو په جلال آباد ښار کې خپل سوداګریز توکي لیلام ته وړاندې کړي.
افغان سوداګر وايي، تورخم ښارګوټي کې له دوه ورځني تم کیدو وروسته اړ شول، چې تېره ورځ (جمعه، ۱۷ د وږي) د جلال آباد ښار اړوند د تازه مېوو او سبزیو په مارکېټ کې خپل توکي لیلام ته وړاندې کړي.
یوه سوداګر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د تورخم دروازې د تړل کېدو له دوه ورځني ځنډ وروسته یې ګڼ مالونه خراب شوي او هغه چې پاتې دي په جلال آباد ښار کې یې لیلام ته وړاندې کړي دي.
سوداګر زیاتوي، د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته له ګڼو ستونزو او مالي زیانونو سره مخ شوي.
یوه سوداګر وویل: «پخوا یو من ښه انګور په ۱۵۰ افغانۍ، یو من ښه مڼه په ۲۰۰، یو من رومیان په ۱۲۰ افغانۍ خرڅېدل؛ خو اوس چې تورخم دروازه بنده شوې دا او نور شیان ټول په نیمه بیه خرڅېږي، چې تجارانو ته سخت تاوان رسېږي».
تورخم دروازه د تېرې چهارشنبې په ورځ (۱۵ د وږي)د طالبانو له لوري تورخم دروازې ته نږدې د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر د نښتې له امله وتړل شوه، چې شاوخوا دیرش کسان پکې مړه او ټپیان شوي هم وو.
نن څلورمه ورځ ده چې لا هم د تورخم دروازه تړلې ده، سرچینې وایي، چې دغلته وضعیت جګړه ییزه بڼه غوره کړې او طالبان او پاکستاني پوځیان یو بل ته ګوته په ماشه ناست دي.
سوداګر او عام خلک غوښتنه کوي، چې طالبان او پاکستانی لوری دې د خبرو او ډيپلوماټیکو لارو پر مټ خپلې ستونزې حل کړي او ژر تر ژره دې د تورخم دروازه د هر ډول تګ-راتګ پر وړاندې خلاصه کړي ترڅو افغان سوداګر او مسافر له ستونزو او تاوان خوندي شي.
