د مسلمانو علماوو پلاوی طالبانو ته: د علماوو په اجماع زده کړې پر نر او ښځې فرض دي

Photo: OIC_OCI via X

اطلاعات روز: د مسلمانو علماوو پلاوي د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو له سرپرستو وزيرانو سره په خبرو کې ويلي، چې زده کړې د نر او ښځې لپاره يو «واجب اسلامي» امر دی.

د اسلامي همکاريو سازمان ويلي، چې دې پلاوي له طالب چارواکو سره په خبرو کې ټولو تحصيلي کچو او هغو تخصصي څانګو ته چې افغانان ورته اړتيا لري د نجونو او هلکانو د لاسرسي پر اړتیا ټينګار کړی دی.

د اسلامي همکاريو د سازمان په اعلاميه کې راغلي: «په دې ليدنو کې دواړو اړخونو ټينګار وکړ چې زده کړې د امت د علماوو په اجماع د ښځې او نر لپاره يو واجب اسلامي [امر] دی.»

د اسلامي همکاريو د سازمان له اعلاميې سره سم، د مسلمانو علماوو پلاوي د درسي برنامو د بيا کتنې او په ټول هيواد کې د نجونو لپاره د امن زدکړييز چاپېريال د را منځته کولو په تړاو د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو راپور هم اورېدلی دی.

همدا راز د اسلامي همکاريو سازمان زياته کړې چې د افغانستان په چارو کې د دې سازمان د عمومي منشي استازي د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست امير خان متقي سره افغانستان ته د مسلمانو علماوو د پلاوي د سفر پر پايلو غږېدلی دی.

د دې سازمان له اعلاميې سره سم، مسلمانو علماوو د سازمان لپاره د مهمو موضوعاتو «لکه په اسلام کې زغم، د نجونو زده کړې او د ښځو د کار» په تړاو د طالبانو له علماوو او چارواکو سره ګڼې غونډې کړې دي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو په ګډون د هيواد پر وګړو سخت بنديزونه لګولي دي. اوس مهال ښځې او نجونې له زده کړو او کار کولو څخه بې برخې دي.

طالبانو لومړی ويل چې د نجونو زده کړې تر امر ثاني پورې منع شوې دي او دا بنديز لنډمهالی دی. د دې ډلې چارواکو بيا-بيا اعلان کړی چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستې پر طرحې کار روان دی، خو د دوو کلونو تر تېرېدو وروسته لا هم روښانه نه ده چې دا کار چيرته رسيدلی او څه وخت به وروستی کېږي؟

له بله اړخه، د تېرو دوو کلونو پر مهال پر ښځو او نجونو د طالبانو بنديزونه نه يوازې دا چې کم شوي نه دي، بلکې ورځ تر بلې زياتېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه