په بلخ کې یوه سړي د طالبانو د محکمې په حکم د شیعه ګانو د یوې مدرسې په ورانولو لاس پورې کړی

اطلاعات روز: په بلخ کې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې یوه کس د طالبانو د محکمې د پرېکړې پر بنسټ د شیعه ګانو د یوې دیني مدرسې پر ویجاړولو لاس پورې کړی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د «جعفريه» په نوم دغه ديني مدرسه ۲۰ کاله وړاندې د مزارشريف ښار په اتمه ناحيه کې جوړه شوې ده.  د دې مدرسې تر څنګ یو نیم کاره جومات هم دی.

دغه سرچينې وايي، چې تازه د پښتون قوم یوه سړي د دغه مدرسې د ځمکې د ملکيت دعوه کړې، په داسې حال کې چې په دې وروستيو کلونو کې چا دا ډول ادعا نه وه کړې.

یوې ولسي سرچینې وویل، چې د طالبانو محکمې هم د دې دعوې پرېکړه د پښتون سړي په ګټه کړې.

دغه سړي د دوشنبې په ورځ (۱۳ شنبه) د «جعفري» مدرسې د ودانۍ په نړولو لاس پورې کړی.  په رسنیو کې په خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې ځايي اوسېدونکي د مدرسې د ویجاړېدو مخه نیسي.

د سیمې د یو اوسیدونکی او د دعوه کوونکي د مدافع وکیل ترمنځ د لفظي شخړې په ترڅ کې مدافع وکیل وایي، چې دا مدرسه د دې لپار چې هزاره ګانو پورې اړوند ده نه ویجاوړي. هغه د پښتون سړي د مدافع وکیل څخه پوښتنه کوي: «چې د هزاره توب لپاره نه ده، نو د څه لپاره ده؟»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې دا مهال د «جعفري» مدرسې یوازې دېوالونه نړېدلي، خو ځايي اوسېدونکي يې د بشپړې ويجاړۍ د مخنيوي هڅې کوي.

د دغه ځاى د ځایي اوسېدونکو د معلوماتو پر اساس، اوسمهال په دې مدرسه کې تر ٣٠ ډېر زده کوونکي په ديني زده کړو بوخت دي.

په بلخ کې ځايي طالب چارواکي د دغې مدرسې د ورانولو په اړه څه نه دي ویلي.

دا د ځمکې، دیت او د غرامت د ورکړې له لسګونو حقوقي دعوو څخه یوه ده، چې له یوې خوا هزاره ګان او بل لوري ته پښتانه یا کوچیان دي. د راپورنو له مخې ډیری دا قضیې هزراه ګانو بایللي دي. په داسې حال کې چې طالبان د دغه شخړو په هواري کې د یوه اړخ په پلوي تورن شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه