اطلاعات روز: د اسيا جام په وروستۍ لوبه کې د سرېلانکا کرکټ ملي لوبډلې افغانستان ته په دوو منډو ماتې ورکړه او د غوره څلور پړاو ته يې لار ومونده.
د افغانستان او سرېلانکا د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ نن (سېشنبه، ۱۴ د وږي) د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې د بي ګروپ وروستۍ لوبه وشوه.
د لوبې پچه يا ټاس سرېلانکا وګاټه او په خپله يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. سرېلانکا وکولای شول چې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې افغانستان ته د ۲۹۲ منډو هدف ورکړي.
د سرېلانکا له لوري کوشل مينډيس تر ټولو ډېري ۹۱ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري په توپ اچوونکو کې ګلبدين نايب څلور، راشد خان دوه او مجيب الرحمان يو سرېلانکايي لوبغاړي وسوځول.
افغانستان په خپله توپ وهنه کې هڅه کوله چې دا لوبه په ۳۷.۱ اور کې وګټي، تر څو وکولای شول چې د ښه رن رېټ په مرسته د څلور غوره پړاو ته ولاړ شي.
که څه هم افغانستان دا لوبه نژدې کړه، خو د ۳۸ اور په لومړي بال يې بايد درې منډې کړې وای، مګر پر همدې بال مجيب الرحمان وسوځېد او افغانستان له څلور غوره پړاو څخه پاتې شو.
که څه هم افغان لوبغاړو تېزي منډې وکړې او محمد نبي په ۳۲ بالونو ۶۵ منډې وکړې او د افغانستان لپاره يې په پنځوس اوريزو لوبو کې چټکه پنځوسيزه ووهله، خو افغانستان ونشوای کولای چې دا لوبه وګټي او وروستی لوبغاړی يې هغه مهال له لاسه ورکړ چې د ګټلو لپاره يوازي دوې منډې په کار وې.
افغانستان تر دې وړاندې په اسيا جام کې بنګله دېش ته هم خپله لوبه بايللې وه.
