اطلاعات روز: لغمان او هلمند کې طالب چارواکي او ځایي سرچینې وایي، چې په دغو ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پیښو له امله پنځه تنه مړه او ۶ تنه ژوبل شوي دي.
لومړۍ پیښه نن (سې شنبه، ۱۴ د وږي) د کابل–جلال اباد پر لویه لار د لغمان اړوند د «مشالې کمر» سیمه کې رامنځته شوې، چې له امله یې درې تنه مړه او ۵ نور ژوبل شوي دي.
لغمان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي، دغه ترافیکي پیښه د یوه ماریکس او یوه سوزکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې له کبله یې یوه مېرمن، یو کوچنی ماشوم او یو سړی مړ او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د پېښې ټپیان د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی.
د یادې ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې.
ورته مهال دویمه ترافیکي پیښه د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې پکې دوه تنه مړه او یو ژوبل شوی دی.
هلمند کې یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې یاده ترافیکي پیښه د یوه فیلډر موټر د چپه کیدو له امله رامنځته چې پکې یو زوی او پلار مړه او یو بل کس ټپي شوی او روغتون ته انتقال شوی دی.
د دې پیښې لامل د موټر چلوونکي تیز سرعت ښودل شوی دی.
هلمند کې طالب مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې ترافیکي پیښې زیاتې شوي، چې لوی لاملونه یې بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او په دې وروستیو کې د پاکستان لاس ګاډو ته د طالبانو له لوري د اسنادو ورکړه یاد شوي دي.
