اطلاعات روز: کندهار ښار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي چې د دغه ښار په دریمه حوزه کې د تیلو د یوې ټانکۍ د چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.
دوی وایي، چې دا پېښه نن (سې شنبه، ۱۴ د وږي) سهار د کندهار ښار د دریمې حوزې اړوند د «ښکاپر دروازې» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د طالبانو پولیس زیاتوي، یاده چاودنه د روح الله په نامه د یوه فلزکار په دوکان کې رامنځته شوې، چې له کبله یې نوموړی ټپي او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې ده.
طالبان وایي، چې پیښه کې د روح الله پرته نور چاته زیان نه دی رسیدلی.
ډیری وخت دا ډول پیښې د ګازو، پټرولو او نورو سونتوکو سره د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.
