اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د مرسته کوونکو بنسټونو د کمې بودیجې له امله به په افغانستان کې ۶.۳ ميليونه وګړي پاکو اوبو ته لاسرسی ونه لري.
دې بنسټ نن (دوشنبه، ۱۳ د وږي) پر ايکس خواله رسنۍ د افغانستان خلکو ته د بشري خدماتو د وړاندې کولو لپاره د بودیجې د کموالي پایلې په ګوته کړي دي.
اوچا زياته کړې، چې ۴.۳ ميليونه وګړي به روغتيايي تشناب، درې نيم ميليونه وګړي به د فضولاتو د خوندي پټولو لپاره خدماتو، دوه ميليونه نور وګړي به اوبو، روغتيايي او د حفظ الصحې خدماتو ته لاسرسی ونه لري.
د هغو معلوماتو له مخې چې اوچا خپاره کړي، کوم وګړي چې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی له لاسه ورکوي يو ميليون يې ښځې او نجونې دي.
دې بنسټ ویلي، چې ۱.۴ ميليونه ښځې، ۳.۴ ميليونه ماشومان او يو ميليون معلول وګړي به روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ شي.
اوچا تر دې وړاندې هم د هغو پايلو په اړه خبرداری ورکړی و، چې د بودیجې د کمښت له کبله د بشرپالو خدماتو په لړ کې پېښېدلای شي.
مرستندوی بنسټونه وايي، چې د بودیجې د کمښت له کبله اړ شوي چې افغان وګړو ته د خدماتو کچه راټيټه کړي.
مرستندويو بنسټونو د روان ميلادي کال په دويمه نيمايي کې د مرستې رسونې لپاره د ۲.۲۶ ميليارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه.
