اطلاعات روز: د طالبانو تر مدیریت لاندې د ازموينو ملي ادارې نن (دوشنبه، ۱۳ د وږي) د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې عمومي پایلې اعلان کړې چې ټولو څه باندې ۸۲ زره کسانو لوړو او نیمه لوړو زدهکړو موسېسو ته لار پیدا کړې ده.
د دې ادارې له اعلان سره سم، د فراه ولايت د يوه خصوصي ښوونځي زدکوونکي محمود د عبدالجميل زوی د ٣٥٩ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړى ځای خپل کړى دی.
همدارنګه، د کابل له غازي لېسې څخه عباس د محمدغني زوی د ۳۵۷ نمبرو په تر لاسه کولو دويم نمره او د کابل له حبيبې لېسې څخه د عبدالباعث د محمد نذير زوی د ۳۵۵ نمرو په تر لاسه کولو درېيم نمره ګڼل شوی دی.
لومړني درې تنه د کابل طب پوهنځي ته بریالي شوي دي.
سږ کال کانکور ازموينه د نجونو له ګډون پرته واخيستل شوه.
د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې، پرلپسې دوه کاله نجونو لومړی مقام خپل کړی و.
