اطلاعات روز: ايراني چارواکي وايي، چې د دې هيواد په زندانونو کې شاوخوا شپږ زره افغانان بنديان دي.
د ايران ايسنا خبري اژانس نن (يکشنبه، ۱۲ د وږي) د دې هيواد بهرنيو چارو د وزارت د قونسلي چارو د عمومي مدير علي رضا محمودي په وينا ويلي، چې د ايران په زندانونو کې تر ټولو زيات بهرني بنديان د افغانستان دي.
نوموړي ويلي، چې د ۱۴۰۰ کال له پېله بيا د ۱۴۰۲ کال تر وږي مياشتې پورې ۹۱۴ ايرانيان چې په نورو هيوادونو کې بندیان وو، ازاد شوي او يا هم ايران ته منتقل شوي دي.
ايران د طالبانو له حکومت سره هم زندانيان تبادله کړي دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د غبرګولي د مياشتې په وروستيو کې د ايران له زندانونو افغانستان ته د ۱۳۱ زره بنديانو د انتقال خبر ورکړی و.
ويل کېږي چې دغه بندیان د ۱۳۸۵ کال پر مهال د دواړو هيوادونو د عدليې وزارتونو تر منځ د بنديانو د تبادلې هوکړې له مخې افغانستان ته انتقالېږي.
