افغان فعالانو د طالبانو په ګټه د برېتانوي ديني عالمانو د تبليغاتو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

Photo: HafizZiaAhmad1 via X

اطلاعات روز: يو شمېر افغان فعالانو برېتانوي چارواکو ته په يوه سرخلاصي ليک کې د طالبانو په ګټه د دغه هیواد د دیني عالمانو د تبلیغاتو د بندیدو او دهغوی څخه د پلټنو غوښتنه کړې.

د افغانستان تر ۵۰ زياتو د بشري حقونو فعالانو، هنرمندانو او ورځپاڼه ليکونکو په دې ليک کې چې نن (يکشنبه، ۱۲ د وږي) يې خپور کړی، ويلي چې دې ديني عالمانو د طالبانو د «سپينولو» او د هغوی په ګټه د تبليغات کولو لپاره افغانستان ته سفر کړی او د دې ډلې له چارواکو سره يې کتلي دي.

په دې ليک کې راغلي، چې دوی په افغانستان کې له يو شمير داسې طالب چارواکو سره ليدلي چې ټول يې په تاوتريخوالي کې پراخ لاس لري او د ملګرو ملتونو د بنديزونو په لړليک  کې شامل دي.

افغان فعالانو ليکلي، چې د طالبانو د سپیناوي هڅې او د دې ډلې په ګټه د يادو افرادو تبليغ له مدني ټولنې او د افغانستان د ډيموکراټيکو ځواکونو له هغو نه ستړې کېدونکو مبارزو سره په تقابل کې دي چې د قانون، ډيموکراسۍ او اکثريت د بيا واکمنۍ په موخه کېږي.

دې فعالانو نه يوازې دا چې د طالبانو په ګټه د دې ديني عالمانو د تبليغاتو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې، په عين حال کې يې د دوی تر مديريت لاندې په برېتانيا کې د فعالو بنسټونو په تړاو د څېړنو غوښتنه کړې.

د روان کال د زمري مياشتې په لومړيو کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې له برېتانيا راغلو ديني عالمانو د دې وزارت له سرپرست امير خان متقي سره ليدلي دي.

تر دې وروسته د طالبانو سترې محکمې او امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان وکړ چې دې کسانو د دې ادارو له مسوولينو سره کتلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د دې کسانو په وينا ليکلي، چې «د برېتانيا مسلمانان په افغانستان کې د اسلامي امارت (طالبان) په حاکميت ډېر خوښ دي او د هغه د بقا لپاره دعا کوي».

تر دې سفر وروسته د «جي بي نيوز» په نوم يوې برېتانوۍ رسنۍ وليکل چې دوه ديني عالمان چې افغانستان ته يې سفر کړی او له طالبانو سره يې ليدلي، د يوه خيريه بنسټ اوسني او پخواني مسوولين دي چې په سوريه کې له داعش سره د مالي همکارۍ په تور څېړنې ترې شوې دي.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، سليمان غني او هيثم الحداد هغه دوه کسان دي چې په کابل کې يې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير او نورو طالب چارواکو سره ليدلي، دوی دوه د «انساني مرستې» په نوم په برېتانيا کې د يوه خيريه بنسټ مشران دي چې ظاهرا په لندن کې د يوه روغتون او يوه حرفوي مرکز لپاره مرستې راټولوي.

په دې راپور کې راغلي چې د برېتانيا د خيريه بنسټونو د کميسيون څېړنې ښيي چې دې خيريه بنسټ په ترکيه او سوريه کې د دوو بنسټونو په وسيله د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ له القاعدې شبکې سره ۲۵۶ زره پونډه مرسته کړې ده.

تر دې څېړنو وروسته د برېتانيا دولت له دې بنسټ څخه د دې کسانو تر مشرۍ لاندې د پيسو د لېږد صلاحيت اخيستی دی.

دې دوو تنو په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملي ټلويزیون له انګليسي څانګې سره هم مرکې کړې دي، د طالبانو حاکميت يې ستايلی او له دې ډلې سره يې د نړيوالو د تعامل غوښتنه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه