ايا طالبان د چين په مرسته «د څار او ټولیز کنټرول دولت» جوړوي؟

کابل ښار کې د څه باندې ۶۲ زره څارونکو کمرو لګول

کاظم احسان

د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر د مياشتې په وروستيو کې يوې چاودنې کابل ښار ولړزاوه او تقريبا ۶۰ تنه زده کوونکي يې په يوه زده کړييز مرکز کې چې ډېری يې هزاره ګان وو، ووژل. تر دې وروسته طالبانو له خلکو وغوښتل چې د امنيتي اقداماتو د پیاوړتیا په موخه دې د دې ښار په لوېديځه برخه کې څارونکې کمرې ولګوي. په داسې حال کې چې دا نظر په لومړي سر کې معقول ښکارېده، خو په چټکۍ د طالبانو په يوه اجباري پاليسي بدل شو او ټوله پلازمينه يې تر پوښښ لاندې راوسته. طالبانو د دې طرحې د پراختيا دليل امنيتي انديښنې او د دې ګواښونو د مخنيوي لپاره پر وخت رسيدل يادوي، خو ډېری وګړي له دې لارې د طالبانو څار او کنټرول ته اندېښمن دي.

خلک د هغه څارونکي سيسټم احتمالي پايلو ته اندېښمن دي چې د طالبانو له لوري په چټکۍ پلي کېږي. طالبان په ټوله پلازمېنه کې د دې سيسټم د پراختيا په هڅه کې دي. په دې وروستيو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلويزیون مرستيال په يوه ويډيو کې چې وړاندې پر يوه يوټيوب چينل خپره شوې، د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له خولې وايي، چې تر اوسه يوازې په کابل کې تر ۶۰ زرو پورې امنيتي کمرې لګيدلې دي او ټاکل شوې چې نورې هم ولګېږي.

دا ويډيويي راپور په کابل کې د طالبانو د امنيتې قومندانۍ د مقر په يوه لوی سالون کې وړې او لويي ټلويزیوني پردې ښيي چې شېبه په شېبه د کابل له ټولو سيمو دې مرکز ته ژوندي انځورونه لېږي. طالبانو ويلي چې د دې کمرو له لوري د ويډيوګانو د ثبت موده محرمه ده. له دې کمرو څخه ځينې يې خوځنده دي او پر يوه لوړه ارتفاع تر نصبېدلو وروسته څو کيلومټره مربع پراخې ساحې تر پوښښ لاندې راولي چې نسبتا ښه کيفيت او دقت لري.

د طالبانو دې اقدام د خصوصي حريم د نقض، د فردي او ټوليزو حقوقو پر خلاف له راټولو شويو معلوماتو او شمېرو څخه د سوء استفادې، د طالبانو د ځواکمنېدو او پر خلکو د لا زيات کنټرول انديښنې را پيدا کړې دي. د خپلو مخالفينو، ښځو، مدني ټولنې، رسنيو او لږکيو پر وړاندې د طالبانو تاوتريخجنې مخينې ته په پام ډېری اندېښمن دي چې د څار دا سيسټم د خلکو د ژوند پر ټولو ابعادو د دې ډلې کنټرول زياتوي.

د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې له خلکو سره تر خبرو وروسته متوجې شوم چې څارونکې کمرې د ټول ښار په عمومي ځايونو لکه لوړو ودانيو، پارکونو، ورزشي ځايونو او زدکړييزو مرکزونو کې لګول شوې دي، خو په خپره شوې ويډيو کې د طالبانو يو چارواکی ادعا کوي چې دا کمرې په ډېری څلورلارو او د ښار په هغو برخو کې لګول شوي چې ګڼه-ګوڼه پکې زياته ده. د کابل ښار په شپږمه امنيتي حوزه کې د چهارقلا سيمې يوه اوسېدونکي راته وويل، چې له کومه وخته چې متوجې شوی چې د کور په ۱۰۰ مترۍ شاوخوا کې يې تر لسو زياتې کمرې لګول شوي، نو نور هم اندېښمن شوی دی.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې اعلان کړی چې غواړي د چين د څو مليتي شرکت هواوې په تخنيکي مرسته او ملاتړ د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د څار پرمختللې کمرې ولګوي. دا چينايي شرکت د پرمختللو ارتباطي او څارونکو ابزارو په برخه کې يو مخکښ شرکت دی. طالبان ادعا کوي چې په ټول هيواد کې د پرمختللو کمرو لګول له دې ډلې سره «د ياغيانو او امنيتي او تروريستي ګواښونو» په پر وخت تشخيص او مخنيوي کې مرسته کوي. د دې څارونکي سيسټم له لارې طالبان د وګړو د څيرې د تشخيص او حساسو شخصي معلوماتو ته لاسرسی پیدا کوي چې د بېلابېلو امنيتي او معلوماتي موخو لپاره کارېدلای شي. په دې کې شک نشته چې دا په ټول هيواد کې د خصوصي حريم او افرادو د امنيت لپاره يو جدي خطر را پیدا کوي.

د طالبانو د «باغي/ياغي» تعريف هم پراخ دی او د دې ډلې ټولې مخالفې وسله‌والې ډلې او همدا راز هغه غير وسله‌والې ډلې چې له سولييزو او مدني لارو د طالبانو سياستونه او د حکومتدارۍ ډول ننګوي، شاملېږي. په دې کې نو سياسي مخالفين، د بشري حقونو مدافعين، د ښځينه حقونو فعالان، خپلواکې رسنۍ او د طالبانو د حکومت او سياستونو هره منتقده ډله او يا فرد شامل دي.

که څه هم په ډېری ډيموکراټيکو هيوادونو او ښارونو کې څارونکې کمرې چې يوازې د امنيت د تأمين او قوانينو د تطبيق په موخه لګول شوې وي، يوه عادي چاره ده، خو په دې لړ کې د طالبانو – چې يوه افراطي اسلامپالې ډله ده- او د پرمختللو څارونکو ابزارونو د توليد په برخه کې د مخکښ چينايي شرکت هواوې تر منځ همکاري د هيواد په داخل او بهر کې د ټولو خلکو، رسنيو او د بشر حقونو د مدافعو سازمانونو لپاره د انديښنې وړ خبره ده.

په څلوردېرش ولايتونو کې د پرمختللو کمرو لګول د افغانستان په تاريخ کې د طالبانو له لوري د امنيت او اطلاعاتو يوه تر ټولو لويه او جدي پروژه ده، په دې کې شک نشته چې دا کار د خلکو د څارنې او زيات کنټرول په موخه کېږي. که دا پروژه بريالۍ شي، نو د خلکو پر ژوند د طالبانو د کنټرول او څارنې ځواک به خورا زيات شي چې له يوې خوا خصوصي حريم او د خلکو کورونو ته د طالبانو د نظارت او کنټرول سترګه ور خلاصوي او له بله اړخه خپلواکه خبريالي، د پېښو ازاد پوښښ او د معلوماتو لېږد په بې مخينې توګه ځپي او محدودوي او په پای کې دې ډلې ته د معلوماتو د سانسور، تحريف او د لېږد د مخنيوي زياته وړتيا ورکوي.

د طالبانو-هواوې څارنيزه پروژه د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې د چين او طالبانو ترمنځ د زياتېدونکې همکارۍ پايله ده. له طالبانو سره د چين همکاري په ګڼو برخو کې د چين لېوالتياوو او اندېښنو ته په کتو دې هيواد ته بېلابېلي ګټې لري. د بېلګې په توګه چين نه غواړي چې افغانستان د چين د مخالفو تروريستي ډلو لکه د شرقي ترکستان د اسلامي خوځښت د ډلو په څېر د تروريستي ډلو د فعاليت مرکز شي او همدا راز په دې سيمه کې د چين ستراتېژيکې ګټې او اقتصادي پانګونې د چين د لېوالتيا په توګه يادولای شو.

طالبان له اقتصادي اړتياوو هاخوا له چين څخه يوه اساسي او بېړنۍ غوښتنه دا لري چې د څار او پېژندنې پرمختللې ټکنالوژي دې طالبانو ته برابره کړي. د تېرو څو لسيزو پرمهال د چين دولت د څار، سانسور، د مخالفينو د سانسورولو او د دې هيواد پر خلاف د امنيتي ګواښونو د مهارولو په لړ کې ګڼې تجربې لري او په دې برخه کې یې پرمختللي او اغېزناک وسايل جوړ کړي دي. دې وسايلو ته د طالبانو لاسرسی د سياسي مخالفينو، خلکو، قومي او مذهبي لږکيو، د ښځينه حقونو د فعالانو او رسنيزو فعالانو د څارنې او ځپنې لپاره طالبانو ته فوق العاده امکانات ورکوي.

ويل کېږي چې دواړو اړخونو موافقه کړې چې ارتباطي تجهيزاتو، جاسوسي ټکنالوژيو او د څار وسايلو ته د طالبانو د لاسرسي په برخه کې همکاري کوي. د فارن پاليسي د راپور له مخې، يوې امنيتي چينايي سرچينې تاييد کړې چې دا هيواد طالبانو ته د څار تجهيزات برابروي.

په واشنګټن کې جيمزټاون بنسټ هم يو څه وخت وړاندې د چين او طالبانو ترمنځ په دې تړاو د پټو او ښکاره توافقاتو په اړه راپور ورکړی و. ويل کېږي چې طالبانو ته د پرمختللو چينايي څارونکو وسایلو د سپارلو په لړ کې يوه پټه موافقه د بې پيلوټو نظامي او سوداګريزو الوتکو (UAVs) ورکول دي چې د نظامي او معلوماتي موخو د پېژندنې لپاره کارېږي. په دې الوتکو کې ځينې يې د مصنوعي ځيرکتيا په وسايلو هم سمبال دي چې خپل اهداف په فوق العاده دقيقه توګه په نښه کوي. د چين ځيرکې او څارونکې ټکنالوژۍ ته لاسرسی په جګړه، جاسوسۍ او د افغانستان ګاونډيانو ته د ګواښونو په زياتولو کې د طالبانو وړتيا ډېره زياتولای شي.

خو څارونکو، پېژندونکو او پرمختللو درک معلوموونکو وسايلو ته د لاسرسي لپاره د طالبانو هڅې تر څارونکو الوتکو او کمرو ډېرې پراخې دي. طالبان غواړي هغو تجهيزاتو او ټکنالوژيو ته په پراخه کچه لاسرسی ولري چې د عملي کېدو په صورت کې له دې ډلې سره په بېلابېلو برخو کې د مخالفينو په نښه کولو، څارلو او ځپلو کې مرسته وکړي او همدا راز په پراخه کچه مدني ازادۍ وځپي او پر خلکو سخت کنټرول تر لاسه کړي.

د پراخې څارنې د پروژو د عملي کولو لپاره د طالبانو هڅې د دې ډلو لپاره جدي او خطرناکې پايلې لري او هغوی د طالبانو په لاس د ځورونې، ګواښ، نيونې، شکنجې او اعدام له خطر سره صرف له دې وجې مخ کوي چې مخالف نظر لري او يا هم د خپلو حقونو او ازاديو دفاع کوي. له بل لوري په دې سره طالبان دا وړتيا پيدا کوي چې د خپلو سياستونو او اقداماتو په تړاو دقيقو او بې پرې معلوماتو ته لاسرسی اخلال کړي، په معلوماتو کې لاسوهنه وکړي او يا يې هم مخه ونيسي.

له دې داخلي پايلو پرته د چين او هواوې له لوري د جاسوسۍ، کنټرول او نظارت په برخه کې د طالبانو ملاتړ کولای شي په بېلابېلو سيمه‌ييزو او نړيوالو کچو پراخې امنيتي پايلې ولري ځکه په دې کار سره په نړۍ کې طالبان هغه يوازينۍ افراطي اسلامپاله ډله ګرزي چې له خپلې ايډيولوژۍ سره يو ځای به وروستي ماډل امريکايي وسلو او د چين پرمختللې جاسوسي ټکنالوژۍ ته لاسرسی لري. بې له شکه چې داسې څه نه يوازې دا چې په افغانستان کې د پراخ بنسټه دولت د جوړولو او سولې او په دې هيواد کې د بشري حقونو او بشرپالو اقداماتو د ملاتړ لپاره د نړيوالې ټولنې هڅې له جدي خطر سره مخ کوي بلکې د نړيوال امنيت لپاره به هم خطرناکې او نه پيش‌بيني کېدونکې پايلې ولري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه