د باميانو په مرکز کې د يوه کلي د اوسېدونکو لار تړل؛ «د طالبانو والي د ريګشاد اوسېدونکي وګواښل»

Photo: Social Media

اطلاعات روز: يو شمېر پښتنو د باميانو په مرکز کې د هزاره مېشتي «ريګشاد وسط» کلي د اوسېدونکو د تګ-راتګ لار تړلې او په دې ولايت کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي هم د ياد کلي اوسېدونکي ګواښلي چې تر دوو نورو ورځو پورې بايد تر دې لارو لاندې د ځمکو بشپړ قيمت ورکړي.

د سرچينو په وينا، کومو کسانو چې لار تړلې په ټوله کې د ريګشاد له اوسېدونکو ۱۰ ميليونه او ۹۰۰ زره افغانۍ غواړي.

سرچينې زياتوي، چې دوه کاله وړاندې پر هيواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دې کسانو د «جعلي اسنادو» په وړاندې کولو سره په «ريګشاد وسط» کې د ۷.۵ جريبه ځمکې د ملکيت دعوه وکړه او دا دعوه يې په باميانو کې د طالبانو د ابتداييه محکمې په ملاتړ هم وګټله او ځمکې يې ولکه کړې.

د سرچينو په وينا، پر دې ځمکو د ۵۰۰ کورنيو د تګ-راتګ لار سپره ده او پر ځينو برخو يې کورونه هم جوړ شوي دي.

د طالبانو د ابتداييه محکمې له پرېکړي سره سم، هره کورنۍ چې په ۷.۵ جريبه ځمکه کې کور لري او يا يې هم لار ځني تېرېږي، بايد د هرې بسوې ځمکې په مقابل کې ۸۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړي چې ټولې پيسې ۱۰ ميليونه او ۹۰۰ زره افغانۍ کېږي.

سرچينې زياتوي، چې تېرکال هغو ۱۳ کورنيو چې پر دې ځمکه يې کورونه جوړ کړي وو، له دې پيسو ۳.۳ ميليونه افغانۍ له پښتنو سره تړلو کسانو ته ورکړې؛ خو ۷.۶ ميليونه افغانۍ يې لا هم پاتې دي.

د سرچينو د معلوماتو سره سم، له پاتې پيسو بايد څلور ميليونه افغانۍ هغه کسان ورکړي چې د تګ-راتګ لار يې له هغې ځمکې تېرېږي چې له پښتنو سره د تړلو خلکو تر واک لاندې ده او پاتې پيسې بايد هغه کورنۍ ورکړي چې پر دې ځمکه يې کورونه جوړ کړي دي.

د سرچينو په وينا، له پښتنو سره تړلي کسان د ۷.۶ ميليونه پاتې افغانيو د تر لاسه کولو لپاره د «ريګشاد وسط» کلي د اوسېدونکو د تګ-راتګ لار له تېري اونۍ راهيسې په اتو نقاطو کې تړلې ده.

په باميانو کې د طالبانو د والي له لوري د خلکو ګواښل

سرچينې وايي، چې د «ريګشاد وسط» کلي شپږ سپين ږيري او مخور نن سهار (شنبه، ۱۱ د وږي) په باميانو کې د طالبانو د والي عبدالله سرحدي دفتر ته ورغلي، خو د طالبانو دې چارواکي د هغوی خبرې نه دي اورېدلي او د ريګشاد اوسېدونکي يې ګواښلي دي.

يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د طالبانو والي په غونډه کې د ريګشاد اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې که تر دوو نورو ورځو پورې پاتې ۷.۶ ميلیونخ افغانۍ له پښتنو سره اړوندو کسانو ته ورنه کړي، نو «زه پوهېږم او تاسو!»

د ريګشاد کلي يو اوسېدونکی د طالبانو او هغو افرادو چلند چې لار يې تړلې، ظالمالمانه ګڼي او له ملګرو ملتونو او طالبانو غواړي چې دا موضوع بايد په بې پرې توګه وارزوي او د تګ-راتګ لار پرانيزي.

په عين حال کې په باميانو کې د طالبانو د والي وياند عبدالصبور فرزان سيغاني، د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبريال په ځواب کې د منابعو هغه خبره چې عبدالله سرحدي د «ريګشاد وسط» اوسېدونکو ته ګواښ کړی و، ويلي: «محض دروغ دي، حقيقت نه لري.»

خو ښاغلي سيغاني دې پوښتنې ته چې «د (ريګشاد وسط د اوسېدونکو) او [د طالبانو] د والي ترمنځ په غونډه کې څه پېښ شول؟» ځواب ونه وايه.

پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې ولسي سرچينو په بېلابېلو هزاره مېشتو ولايتونو کې «د يو شمېر پښتنو له لوري» د دوی پر ځمکو د ملکيت د دعوو خبر ورکړی چې د يادو سرچينو په وينا طالبان يې هم ملاتړ کوي.

د هغو اسنادو له مخې چې ځايي سرچينو رسنيو ته لېږلي، طالبانو په بېلابېلو مواردو کې «د پښتنو» ملاتړ کړی او د سيمو بومي هزاره ګان يې اړ کړي چې هغوی ته ميليونونه افغانۍ ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه